1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا: اټومي وسلې اقدام ته چمتو دي

۱۳۹۴ اسفند ۱۴, جمعه

د شمالي کوريا مشر د ملگرو ملتونو د امنيت شورا هغې پريکړي ته په غبرگون سره چي پر دغه هيواد ئې سخت بنديزونه ولگول، خپل پوځ ته لار ښوونه کړې ده چي اټومي وسلې چمتو کړي. دغه هیواد تيره ورځ څو توغندی هم توغولي وې.

https://p.dw.com/p/1I735
انځور: Reuters/Korean Central News Agency

د شمالي کوريا کمونيستي حکومت لارښوونه کړې ده چي اټومي وسلې په تيارسئ حالت کي کړي. د جنوبي کوريا يونهاپ خبري آژانس د شمالي کوريا د «KCNA» خبري آژانس په حواله لیکلي دي چي کیم جونگ اون، خپل پوځ ته د اټومي وسلو د چمتو کولو لارښوونه کړې ده.

د شمالي کوريا خبري آژانس د جونگ اون په حواله لیکلي دي: «موږ بايد په هر وخت کي د اټومي وسلو استعمال ته تيار اوسو.» هغه زياته کړې ده چي پوځ بايد قريب الوقوع جنگ ته تيار وي. د شمالي کوريا مشر اوسنی وضعيت ډېر نازک بللی دئ.

امريکا کيم جونگ اون ته اخطار ورکړی

د امريکا د دفاع وزارت وياند بيل اوربن، ويلي دي چي شمالي کوريا بايد له دغه شان لمسونکو کړنو څخه چي وضعيت نور هم خرابوي، لاس واخلي.

هغه په واشنگټن کي ويلي دي چي دوی له خپلو متحدانو سره د کوريا په نيمه ټاپو کي د سیمي وضعيت له نژدې څاري.

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي شمالي کوريا يوه ورځ وروسته له هغه چي د ملگرو ملتونو امنيت شورا پر دغه هیواد باندي د سختو بنديزونو پريکړه وکړه د سمندر پر لور د لنډ واټن شپږ توغندي وتوغول. دغو توغنديو له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کيلومترو واټن ويشتلی.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د چهارشنبې په ورځ پر شمالي کوريا سخت بنديزونه ولگول. د ديپلوماتانو په خبره دا په تيرو شلو کلونو کي تر ټولو سخت بنديزونه دي چي دغه شورا ئې پر یوه هيواد لگوي.

د امنيت شورا دغه بنديزونه د شمالي کوريا هغو اټومي آزموينو ته په غبرگون کي سوي چي دغه هیواد په جنوري مياشت کي کړې.