1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا بيا توغندي توغولي

۱۳۹۴ اسفند ۱۳, پنجشنبه

پر شمالي کوريا باندي د ملگرو ملتونو د تاز بنديزونو لگولو تر پريکړي لږ وروسته د کیم جون اون په مشرتوب حکومت د نړۍ توجو ځان ته راواړوله. دغه هيواد بيا د سمندر پر لور ډېر توغندي توغولي دي.

https://p.dw.com/p/1I5s9
Kim Jong Un
انځور: Reuters/KCNA

د ملگرو ملتونو له خوا د تراوسه ټولو سختو بنديزونو لگولو پريکړه د شمالی کوريا د هغو اټومي آزموینو پر وړاندي غبرگون وو چي په جنوري او فيبروي مياشت کي ئې وکړې.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا ځکه پر شمالي کوريا باندي د نورو سختو بنديزونو پريکړه وکړه چي دغه هيواد د اټومي ازموينو منع قانون څخه سرغړونه کړې.

خو د دې پريکړي پر وړاندي د شمالي کوريا غبرگون ډېر چټک وو. د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي د شمالي کوريا پوځ د سمندر پر لور د لنډ واټن ويشتونکي ډېر توغندي توغولي دي.

دا چي څومره او څه ډول توغندي توغول سوي، تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د چهارشنبې په ورځ له چين او روسيې سره يوځای پر شمالي کوريا د صادراتي بنديزونو لگولو پريکړه وکړه، څو د دغه هیواد د اټومي توغنديو جوړولو د پراختيا پروگرام مالي اړخ کمزوری سي.

د امنيت شورا د پريکړي له مخي له شمالي کوريا څخه بايد د ډبرو سکاره، اوسپنه، سره زر، تيتانيوم او گراني ډبري را نه نیول سي. دغه راز پر دغه هيواد باندي بايد د الوتکو او توغنديو د سون مواد و نه پلورل سي.

په ملگرو ملتونو کي د امريکا متحدو ايالاتو سفيري سمنتا پاور، ويلي دي چي دا د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له خوا پر يوه هيواد باندي په تيرو شلو کلونو کي تر ټولو سخت بنديزونه دي.