1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا د خپلو اتومي دستګاوو د کنترولو اجازه ورکوي

۱۳۹۱ فروردین ۱, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14Nk7

د شمالي کوريا رهبرۍ یو ځل بیا د نړيوالي اتومي انرژۍ سازمان ته د خپلو ځينو اتومي دستګاوو د کنترولو اجازه ورکړې ده. په ويانا کي د نوموړي سازمان يوې وياندې وويل چي دوی د پيونګ يانګ څخه په دې اړه بلنه تر لاسه کړې ده. د تيرې جمعې په ورځ فضا ته د يوه ستلایت د استولو تر خبر وروسته د شمالي کوريا او نړيوالي ټولني تر منځ مناسبات بيرته خړ پړ سوي ول. د امريکا متحده ايالات او جنوبي کوريا ګمان کوي چي فضا ته د ستلایت د ليږلو تر نامه لاندي کيدای سي، شمالي کوريا اتومي آزموينه تر سره کړي.