1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا د غچ اخيستونکي بريد ګواښ وکړ

۱۳۹۶ فروردین ۲۶, شنبه

پيونګ يانګ د واشنګټن ګواښ ته د غچ اخيستنې جواب ورکړی دی. سوال دا دی چې آيا د شمالي کوريا مشرتابه به له خپلې دولتي لمانځ ورځې څخه د اتومي بم د ازموينې له پاره ګټه واخلي، که څنګه؟ که هو، نو امريکا ښايي جدي غبرګون وښېي.

https://p.dw.com/p/2bGv6
Nordkorea Militärparade in Pjöngjang
انځور: picture alliance/AP Photo/W. Maye-E

د شمالي کوريا مشرتابه واشنګټن ته متقابل لفظي خبرداری ورکړی دی: له مخې يې د متحده آيالاتو حکومت د دونالد ترمپ په مشرۍ د کوريا په نيمه ټابو کې «جکړې ته ورته وضعيت» رامنځ ته کړی دی. دغه خبره چوې ريونګ های، کوي چې په دغه کمونيستي هېواد کې دويم قدرتمن سړی دی.

پيونګ يانګ د ده په حواله دې ته چمتو دی چې «بشپړې جګړې ته د بشپړې جګړې په ذريعه جواب ووايي». په هغه غير احتمالي صورت کې چې واشنګټن حتی د شمالي کوريا په وړاندې اتومي وسلې وکاروي، چوې په دولتي تلويزيون کې خپرېدونکې يوې وينا کې څرګنده کړه: «موږ دې ته چمتو يو چې هر اتومي بريد ته د اتومي بريد په واسطه جواب ووايو.»

وروسته له هغه چې چوې خپله وينا خلاصه کړې وه، په پلازمېنه پيونګ يانګ کې پوځي پرېډ يا رسم ګذشت پيل شو. په زرګونو عسکر د چک چکې وهونکو نندارچيانو د ليکو په منځ کې تېر شول چې بيرغ لرونکو پوځي لاريو يې هم بدرګه کول. د «لمر د ورځې» په ذريعه د شمالي کوريا اوسېدونکي هر کال د دغه هېواد د مړه شوي بنسټ ايښودونکي، کيم ايل سونګ، ياد تازه کوي. هغه د دغه هېواد تر ټولو مهمه لمانځ ورځ ده. کيم چې ۲۳ کاله پخوا مړ شوی دی، د «تلپاتي ولسمشر» په توګه په شمالې کوريا کې لا هر ځای ليدل کيږي. د خپل زوی، کيم جونګ ايل او لمسي او اوسني واکمن، کيم جونګ اون په څېر ورته تر ننه پورې د شخصيت پرستۍ هر ډول مراسم جوړيږي.يوه بله اتومي ازموينه ممکنه ده؟

دغه ورځ په يو بل دليل هم ناندرئيزه او جنجالي ده: ډېر خلک اندېښنه لري چې د شمالي کوريا کمونيستي رژيم به له لمانځ ورځې څخه ګټه واخلي څو د اتومي وسلو يوه بله ازموينه هم تر سره کړي. د متحده آيالاتو د کارپوهانو له مخې د سپوږمکۍ انځورونه دا ښېي چې په ازمايښتي ډګرونو کې مشکوکه فعاليتونه روان دي. په وار وار کيم جونګ اون د دغسې اتومي ازمايښتونو د لارې د خپل هېواد پوځي ځواکمنتيا غواړي وښېي.

په ورته وخت کې د شمالي کوريا مشرتابه د واږده واټن پر توغنديو باندې هم کار کوي، چې اتومي خولۍ ښايي تر متحده آيالاتو پورې يوړلی شي. په نړيواله سطح منزوي شوې شمالي کوريا په دې ترتيب د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړه ليکونو څخه سرغړونه کوي. د اتومي وسلو بله اموينه ښايي د واشګنټن او پيونګ يانګ تر منځ ترينګلي حالت ته لا زياته ترينګلتيا وروبخښي.

د امريکا متحده آيالاتو په دې وروستيو کې اعلان کړی وو چې له شمالي کوريا څخه د ګواښ له کبله به «پوځي لارې چارې» وپلټي. يو څو ورځې مخکې ولسشمر ترمپ د الوتکو يوه لېږدونکې کښتۍ او نورې جنګي بېړۍ هم د کوريا نيمه ټاپو ته استولې وې. ترمپ اعلان کړی وو چې شمالي کوريا «يوه ستونزه ده چې غم به يې وخورو.» په تکرار سره يې ګواښ کړی وو چې د شمالي کوريا د اتومي پروګرام پرمختګ به د اړتيا په صورت کې په يو اړخيزه توګه ودرول شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.10.2015):
 

Nordkorea Militärparade in Pjöngjang
شمالي کوريا په رسم ګذشت کي خپل راکټونه هم تېرويانځور: picture-alliance/dpa/W. Maye-E