1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا: د نفرت ريښې

۱۳۹۶ مرداد ۲۱, شنبه

د شمالي کوريا اوسېدونکي د شپږو لسيزو راهيسې د متحده آيالاتو په وړاندې د کرکې او غوسې په فضا کې تربيه کيږي. دغه تبليغات تاثير هم لري ځکه چې د کوريا د جګړې ياد ورباندې تل تازه ساتل کيږي.

https://p.dw.com/p/2i6sF
Nordkorea Anti-USA Propagandaposter
انځور: picture-alliance/CPA Media Co. Ltd

په شمالي کوريا کې ډېر څه کمبود دي، خو د تبليغاتو ماشين يې بيا ډېر پياوړی او اغېزناک دی. په وړکتون او د مکتب په کتابونو کې د امريکا د متحده آيالاتو په وړاندې کرکه او نفرت تغذيه کيږي. واشنګټن د «امپرياليستي ښکېلاکګر» په توګه معرفي کيږي چې دغه حالت په خلکو کې اندېښنې راپيدا کوي. دغه تبليغات له دې کبله هم ډېر اغېزمن دي چې د کوريا د جنګ د وخت په ډله يزو تجربو باندې تکيه کوي. د هغه وخت جنګ، د شمالي کوريا د خلکو ژوند او افکار تر نن ورځې پورې مصروف ساتي ځکه چې هغه اصلا پای ته رسېدلی هم نه دی. د سولې کوم تړون نه دی لاسليک شوی. د شپږو لسيزو راهيسې يوازې اوربند وجود لري.

دغه جنګ، که په قاطع ډول وويل شي، د شمالي کوريا له خوا خپله شروع شوی وو. د شمالي کوريا ځواکونو د ۱۹۵۰ کال د جون په ۲۵مه د جُغرافيوي عرض له ۳۸مې درجې څخه تېر شوي ول. پيونګ يانګ غوښتل چې د وسلو په زور له دويم نړيوال جنګ وروسته وېشل شوی د کوريا ټاپو بېرته يو ځای کړي. سره له دې هم که د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، اوس د اور، غوسې او نامهار ځواک د کارولو ګواښ کوي او وايي چې «په شمالي کوريا کی به داسې څه وشي، چې هيڅکله يې هم ممکن نه وو بللي »، نو بيا د پيونګ يانګ له خوا د پېښو د تعبير او هم د تاريخي تجربو له مخې هغه څه ښکاره کيږي چې د شمالي کوريا له انګېرنو سره سمون خوري. که د امريکا د دفاع وزير، جيمز ماتيس، د شمالي کوريا مشرتابه ته د «خپل ولس د له منځه وړلو» اخطار ورکوي، نو په تبليغاتي لحاظ پالل شوې ټکان ورکوونکې پخوانۍ پېښې ورباندې د خلکو په اذهانو کې بېرته راژوندۍ کيږي. ځکه چې د پراخې ويجاړتيا تجربه د شمالي کوريا اوسېدونکو د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۳ کلونو په منځ کې کړې ده.
درې کاله پراخې بمبارۍ

درې کاله په شمالي کوريا کې د متحده آيالاتو د جنګي طيارو له خوا پراخې بمبارۍ شوې وې. امريکايي تاريخپوه، بروس کامينګس، ليکي چې ملکي وګړو ته په دې ترڅ کې هيڅ خيال نه وو ساتل شوی. کامينګس د هغه وخت جګړه يز تدابير جنګي جرايم بولي. د جګړې په دغو درېو کلونو کې د شمالي کوريا د پاسه، په دويم نړيوال جنګ کې د جاپان په پرتله آن زيات بمونه او ناپالم مواد غورځول شوي دي. په دغو پېښو کې د اټکل له مخې شل سلنه د شمالي کوريا اوسېدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا البته د امريکا د هوايي ځواک د ستراتيژيکې کوماندو د هغه وخت د مشر، جنرال کورتيس لې ماي، نظر دی چا چې د کوريا په جګړه کې فعاله ونډه اخيستې ده.

USA Langstreckenbomber B-29 Korea Krieg
پر شمالي کوریا باندي د امریکايي جنگي الوتکو بمبارۍانځور: Keystone/Getty Images
Korea Krieg 1950 Flüchtlinge in Pjongjang
د بمباریو او جگړې عواقبانځور: Keystone/Getty Images


مک ارتر غوښتل چې اتومي بمونه استعمال کړي

د اتومي وسلو د کارولو ګواښ هم د شمالي کوريا خلکو لا پخوا اورېدلی دی. د ګډو ځواکونو لوی قوماندان، داګلس مک ارتر په ۱۹۵۴ کال کې د يوې مرکې په ترڅ کې تاسف څرګند کړی وو چې د لسو ورځو په موده کې د جګړې د ختمولو پلان يې عملي شوی نه وو. په دغه پلان کې په نظر کې نيول شوي وو چې «۳۰ تر ۵۰ پورې اتومي بمونه» به په شمالي کوريا باندې وغورځول شي. مک ارتر دا هم غوښتل چې له چين سره د شمالي کوريا د ګډ سرحد په اوږدو کې د کوبالت په نوم راديو اکتيف مواد وپاشي، څو چين ونه شي کولای له شمالي کوريا څخه ملاتړ ته دوام ورکړي. 

پر ورته موضوع موضوع زموږ له آرشیف څخه انځورونه دلته وگورئ