1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا، فضا ته ستلایت استوي

۱۳۹۰ اسفند ۲۶, جمعه
https://p.dw.com/p/14LYk

شمالي کوريا په راتلونکي مياشت کې، فضا ته د يوه تحقيقاتي ستلایت د استولو اعلان کړی دئ. د دغه هيواد رسمي رسنيو خبر ورکړی دئ، چي د اپريل د ۱۲ څخه تر ۱۶ پوري به د اوږدې فاصلې يو راکټ دغه ستلایت فضا ته انتقال کړي. چارواکي وايي چي نوموړی ستلایت د مړه سوي رهبر کیم ايل سونګ، په وياړ فضا ته استول کيږي. په ۲۰۰۹ کال کي هم پيونګ يانګ اعلان کړی وو چي فضأ ته يې يو تحقيقاتي ستلایت ليږلی دئ، خو ځیني هيوادونه په دې ګمان ول چي شمالي کوريا د فضايي راکټ تر نامه لاندي، نظامي راکټ توغولی دئ.