1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا پر جنوبي کوريا باندي د توغنديو بريد کړی

۱۳۸۹ آذر ۲, سه‌شنبه

دشمالي او جنوبي کوریاو ترمنځ لانجه چي د څو مياشتو راهيسي يې دوام درلودی نن خپل اوجته ورسیده.

https://p.dw.com/p/QGEq
د جنوبي کوريا هغه سيمه چي په توغنديو ويشتل سوې
د جنوبي کوريا هغه سيمه چي په توغنديو ويشتل سوېانځور: AP

شمالي کوریا هغه سمندري سرحدي سیمه ددوی تر منځ ډيري لانجې پرې سته په توپونو ويشتلې ده، چي د پوځي چارواکو په وينا دوه تنه عسکر هم پکښي وژل سويدي.

د جنوبي کوریا د لوي درستيز يو نماينده ويلي دي د توپونو ډيري ګولۍ د«يانپيونګ» په ټاپو اولويديز ساحل ته نژدي په زيړ سمندرګي لګېدلي دي.

جنوبي کوریا دې ډزو ته متقابل ځواب ویلی دی. د واي ټي ان تلويزيوني پروګرام خبر ورکړی چي د يان پيانګ په ټاپو کي ډيرو کورونو اور اخيستی دي.

د جنوبي کوريا د پوځ د وینا سره سم ۱۳عسکر سخت ټپي سويدي. له تلويزيوني عکسونوڅخه ښکاريدل چي څنګه له نوموړي ټاپو څخه تور لوګي پورته دي.پدي ټاپو کي د۱۲۰۰ او ۱۳۰۰کسو تر منځ ژوند کوي.

د جنوبي کوریا جمهورريیس لي مايونګ بک امر کړی دی، چي د شمالي کوريا دې بريد ته دي «جدي» جواب وویل سي.او سربیره پردې بايد هڅه وسي چي دا موضوع ډيره لویه نسي.

د پوځي کړيو د وینا له مخه د جنوپي کوریا پوځي چار واکو له شمالي کوريا څخه غوښتي دي چي داسی لمسونونه نور پريږدي. دا پيښه په نوموړي سیمه کي د جنوبي کوريا د پوځي تطبيقاتو په ترڅ کي سوې ده.

د لوی درستيز وياند ویلي دي چي د شمالي کوريا پوځي قواوو دسه شنبې په سهار له جنوبی کوریا څخه غوښتي وو چي خپل تطبيقات ودروي.

دا سرحد د کوریا تر جگړې وروسته د ملګرو ملتونو د موسسې لخوا ټاکل سوی دی.

د شمالي کوریا حکومت هغه سمندري سرحد چي د دواړو کوریا ګانو ترمنځ وروسته د کوریا له جګړي څخه په ۱۹۵۳کال کي غځول سوی دی په رسميت نه پيژني.

پر دې باندي دواړو هيوادونو په تيرو وختو کي درې ځله خونړۍ جگړې کړي دي چي وروستۍ يې د تير کال د نومبر په مياشت کي ول.

د جنوبي کوريا پوځ د جوابي ډزو پر مهال
د جنوبي کوريا پوځ د جوابي ډزو پر مهالانځور: AP

د روان کال د مارچ په مياشت کي د جنوبي کوريا د يوې جنگي بېړۍ تر ډوبېدو وروسته د دواړو کورياو تر منځ يوار بيا د جگړې ډغرۍ ووهل سوې. په بېړۍ کي ۴۶ کسه سمندري عسکر مړه سول.

د نړيوالو څېړنو په اساس نوموړې بيړۍ د يوې تورپيدو يا لارښودل سوي ګولۍ په واسطه ډوبه سوې وه. خوشمالي کوریا پدې پيښه کي له هرډول لاس لرلو څخه انکار کړی دی.

د يو امريکايي کارپوه په خبره د شمالي کوريا حکومت لږ وخت د مخه د يورانيومو د بډايولو لپاره د يوې نوي اټومي بټۍ د جوړولو اعلام کړی دی.

د امریکا د متحده ايالاتو حکومت د جنوبي کوریا پر ټاپو باندی د شمالي کوريا بريدونه سخت غندلي او ويلي يې دي چي شمالي کوریا بايد خپل تيری کونکی چلند بس کړي. تراوسه امریکايي پوځ پدې مسله کي مداخله نده کړي.

د امريکا متحده ايالتونه د جنوبي کوريا د امنيت، او په سيمه کي د سولي په ساتلو ځان مکلف کړی دي.

روسيې د ددواړو کورياو تر منځ له زور زیاتي څخه کار اخيستل بيخي د منلو وړ ندی ښودلی او له دواړو خواوو څخه يې د اعتدال غوښتنه کړېده.

آژانسونه/ رحيله اميري

کتونکی: نجيب الله زيارمل