1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا بالستیک توغندی ازمویلی

۱۳۹۶ تیر ۱۳, سه‌شنبه

شمالي کوریا د جاپان سمندرگي پر لور بیا توغندی توغولی دی. لومړۍ نخښې نښانې ښيي چې ښایي دا یو قاره ویشتونکی بالستیک توغندی وي. دا د شمالي کوریا رژیم له خوا وروستۍ ازموینه ده چې د متحدو ایالاتو زغم ازمایي.

https://p.dw.com/p/2fsJL
Nordkorea Raketentest
انځور: Getty Images/Chung Sung-Jun

د سویلي کوریا پوځ د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د جون ۴مه) ویلي دي چې شمالي کوریا له شمالي ولایت څخه د جاپان سمندرگي پر لور یو توغندی توغولی دی. دغه ولایت د چین پولې ته څیرمه پروت دی.

یونهاپ خبري آژانس د سویلي کوریا د لوی درستیز له قوله ویلي دي: «شمالي کوریا د شمالي ولایت پیونگان د بنگیون ښار له څنډې څخه شا او خوا ۹:۴۰ (د سیمي په وخت) یو نامعلوم بالستیک توغندی ختیځ سمندرگي ته توغولی دی.» زیاته شوې ده چې دغه توغندی ۹۳۰ کیلومتره واټن وهلی دی.

د سویلي کوریا ولسمشر مون جای، چې د یوه ملي امنیت کنفرانس مشري یې کوله ویلي دي چې داسې فکر کیږي دغه توغندی دی د منځني واټن ویشتونکی یو ډول توغندی وي. خو هغه ویلي دي چې پوځ په دې هکله هم څیړنې کوي چې آیا دا یو قاره ویشتونکی توغندی وو که نه.

شمالي کوریا له اوږدې مودې راهیسي داسې یو توغندی جوړول غواړي چې وکولای شي تر امريکا پورې د سرگلولو د انتقالو وړتیا ولري. داسې ویل کیږي چې وروستي توغندي له پخوانیو څخه لږ زیات واټن وهلی دی او احتمالا تر الاسکا پوري به ورسیږي. شمالي کوریا ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ به په دې هکله یوه بیانیه خپره کړي.

د سه شنبې د ورځې توغندیي ازموینه په وروستیو میاشتو کې د شمالي کوریا رژیم له لوري څویمه ازموینه ده چې تر سره کیږي او له متحدو ایالاتو سره یې د پوځي کړکیچ راپورته کیدو ته لمن وهلې ده.

د جاپان د دفاع وزارت ویلي دي چې ښایي دغه توغندی د دوی تر اقتصادي انحصار لاندې زون کې لگیدلی وي. د متحدو ایالاتو د پوځ لومړنۍ ارزونې ښيي چې شمالي کوریا منځني واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی دی.

د سویلي کوریا ولسمشر مون تیره اوونۍ د امريکا له ولسمشر دونلد ترمپ سره په لومړي  ځل ولیدل، چې زیاتره بحثونه یې په دي هکله راڅرخیدل چې له شمالي کوریا سره څه وکړي. ترمپ وروستۍ ازموینې ته د خپل ټویټر په پیغام کې غبرگون ښوولی دی او ویلي دي چې ډیر باور نه شي کولای چې سویلي کوریا او جاپان دې نور اوږده موده دغه وضعیت وزغمي. هغه له چین څخه هم غوښتي چې دغه بې معنی کارونو ته یو وار د تل له پاره د پای ټکی کښیږدي.

ترمپ هڅه کړې چې چین دې ته واداره کړي چې پر شمالي کوریا باندې د هغوی د اتومي او توغندیو پروگرام له کبله فشار راوړي چې موخه یې د قاره یي توغندي په واسطه د اتومي سرگلولي انتقالول دي، څو امریکا په نخښه کړای شي. چین د شمالي کوریا اصلي اقتصادي شریک دی.

خو ترمپ په وروستیو کې د شمالي کوریا د منع کولو له پاره د چین پر ناتوانۍ او یا هم د بې میلۍ په هکله ناهيلي ښوولي ده او ویلي یې دي چې د ستراتیژیک زغم دوران یې ختمو ته نزدې شوی دی.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پر شمالي کوریا باندې د اتومي او توغندیو پروگرام او همداشان د بشري حقونو د وحشتناکه سابقې له کبله بندیزونه لگولي دي.

زموږ له آرشیف څخه: