1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا توغندی ازمویلی

۱۳۹۶ خرداد ۸, دوشنبه

شمالي کوریا د ملگرو متلونو پریکړه لیکونه په پام کې نه دي نیولي او یو ځل بیا یې د بالستیک توغندي ازموینه کړې ده. جاپان چې دغه توغندی یې پر لور توغولی شوی وو سخت غبرگون څرگند کړی دی.

https://p.dw.com/p/2dj5D
Nord Korea Kim Jong Un beim Test des Feststoffraketentriebwerks Pukguksong-2
انځور: picture alliance/AP Photo/Korean Central News Agency

پر نړیوالو خبرادریو سربیره شمالي کوریا یو ځل بیا د لنډ واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی دی. دغه خبر د سویلي کوریا پوځ ورکړی دی. زیاته شوې ده چې دغه یو سکډ ډوله توغندی وو چې د شمالي کوریا ونسان ښار ته نزدې سیمي څخه توغول شوی او د ۴۵۰ کیلومترو تر واټن وهلو وروسته د جاپان په سمندرگي کې لگیدلی دی.

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د سویلي کوریا ولسمشر مون جای ان، ته د ملي امنیت شورا په غونډه کې په دې هکله معلومات ورکړل شوي دي. جاپان پر دغه ازموینه سخته نیوکه کړې ده. د جاپان د حکومت مشر شینزو آبه اعلان کړی دی چې «له امریکا متحدو ایالاتو سره به په گډه د شمالي کوریا پر وړاندې اساسي اقدامات کړو.»

د اوو صنعتي هیوادونو یا جي۷ په وروستۍ غونډه کې پر دې باندې توافق وشو چې د نړیوالې ټولنې له پاره د شمالي کوریا ستونزه مهم لومړیتوب اوسي. په واشنگټن کې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر دونالد ترمپ ته د توغندی د نوي ازموینې په هکله معلومات ورکړل شوي دي.

د نوي توغندي په ازمویلو سره پیونگ یانگ یوازي په می میاشتې کې درې توغندي وازمویل. د ملگرو ملتونو ډير پریکړه لیکونو دغه هیواد له هر هغه توغندی له ازمویلو څخه منع کوي، چې د اتومي سرگلولو د لیږدولو وړتیا ولري.

Südkorea TV Übertragung Raketentest in Nordkora
انځور: Getty Images/AFP/J. Yeon-Je

د لویدیځ اوو پرمختللو صنعتي هیوادونو د شنبې په ورځ له شمالي کوریا څخه وغوښتل چې په بشپړه توگه خپل اتومي او توغندیو پروگرام ودروي. د ایټاليا په سیسيليا کې د جي ۷ غونډي په وروستۍ اعلامیه کې پر نړیوالي ټولني غږ شوی دی چې په دې اړه د ملگرو ملتونو د پریکړه لیکونو د تطبیقیدو له پاره خپلې هڅې دوه برابره ډیرې کړي.

د خبري آژانسونو په وینا د شمالي کوریا کمونيستي مشرتابه، له تیرکال راهیسې اتومي او توغنديو ازمویني کړې دي چې له کبله یې تر ټولو زیات سویلي کوریا او د جي ۷غړی هیواد جاپان ځان په خطر کې احساسوي. د دې په بدل کې د امريکا ولسمشر دونلد ترمپ پر دغه هیواد د یوه احتمالي پوځي اقدام خبره نه ده رد کړې.

پیونگ یانگ وروستی وار د می میاشتې په ۲۱ نیټه د منځني واټن ویشتونکی یو توغندی د سمندرگي پر لور توغولی وو. د سویلي کوریا د پوځ د معلوماتو له مخې د گاونډي هیواد له لویدیځ څخه توغول شوی توغندی په جاپان سمندرگي کې تر لویدو دمخه ۵۰۰ کیلومتره واټن وهلی وو. تر دې دمخه د می میاشتې پر ۱۴ نېټه شمالي کوریا تر دې هم یو قوي توغندی ازمویلی وو.

شمالي کوریا د توغندیو پرمختگ ته ادارمه ورکړې، څو داسې توغندي جوړ کړی شي چې نه یوازي سویلي کوریا او جاپان وویشتلی شي، بلکې د اتومي سرگلولو د لیږد وړتیا ولري او امريکا هم په نخښه کړای شي.

(dpa,rtr/SR)