1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

شمالي کوریا ته د امریکا د دفاع وزیر ګواښ

۱۳۹۶ شهریور ۱۳, دوشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، ویلي دي چې هیواد به یې خپل یا د کوم متحد پر وړاندې هر ډول ګواښ ته «پراخ» غبرګون وښيي. هغه دغه څرګندونې د شمالي کوریا له لوري د هایدروجن بم د آزمویلو تر ادعا وروسته کړي دي.

https://p.dw.com/p/2jIi2
James Mattis
انځور: Picture-alliance/dpa/J. Martin/AP

د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، ویلي دي: «متحدو ایالاتو او یا د ګوام په شمول زموږ قلمرو او یا هم زموږ متحدینو ته د هر ډول ګواښ پر وړاندې به پراخ پوځي غبرګون وښيو، هغه یو ګواښ چې اغیزناک او پیاوړی وي.»

د متیس څرګندونې په داسې یوه وخت کې کیږي، چې د ترمپ اداره د شمالي کوریا د کړکیچ پراخوالي ته د غبرګون ښوولو په لټه کې ده.

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر ۳مه) شمالي کوریا د یوه هایدروجن بم د ازمویلو خبر ورکړ، چې کیدای شي پر بالستیک یا قاره یي توغندو باندې نصب کړل شي. که چیرې دا خبره په اثبات ورسیږي نو دا به د شمالي کوریا له لوري تر ټولو پیاوړی ابزار وي چې آزمویل شوی دی.

متیس ویلي دي چې د متحدو ایالاتو ولسمشر ته د شمالي کوریا پر وړاندې د ټولو ممکنه انتخابونو په هکله معلومات ورکړل شوي دي. دغه معلومات ترمپ ته د هغه د ملي امنیت له ټیم سره د غونډې پر مهال ورکړل شوي دي.

د ترمپ په خبره له شمالي کوریا سره د جنوبي کوریا د پخلایني خبرې اترې کار نه ورکوي او په وینا یې پیونګیانګ ښایي «یوازې په یو څه پوهه شي».

نړیوال غبرګونونه

د چین دولتي خبري آژانس «شینهوا» د رپوټ له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه چینایي سیال شي جین پینګ، پر دې باندې توافق کړی دی چې د شمالي کوریا د اتومي آزموینې پر وړاندې دې یو «مناسب چلن» وشي.

د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې، ویلي دي چې د شمالي کوریا «د اتوم او توغندیو د پرمختګ پروګرام د جدي او عاجل ګواښ نوي کچه ښيي» او په وینا یې په سیمه کې په جدي توګه د سولې او امنیت موضوع تر پوښتنې لاندې راولي.

د سپینې ماڼۍ له لوري په خپرې شوې بیانیې کې راغلي دي چې د جاپان لومړي وزیر له ولسمشر ترمپ سره تلیفوني خبرې اترې هم کړي دي.

د آسترالیا لومړي وزیر مالکولم ترنبل، د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون «بې رحمه او شرر اچونکي» کس په توګه یاد کړی دی او ویلي یې دي چې چین باید لا ډیر څه وکړي څو د هغه د دغه ډول تیریو مخه ونیول شي.

پر بندیزونو غور

د متحدو ایالاتو د مالیې وزیر ستیون منوچن، ویلي دي چې هیواد یې د شمالي کوریا د لا منزویتوب له پاره نور بندیزونه چمتو کوي، چې په کې د شمالي کوریا د سوداګریزو شریکانو پر وړاندې اقدامات شامل دي.

په عین وخت کې اروپایي اتحادیې هم ویلي دي چې دوی د دغه هیواد پر وړاندې د سختو بندیزونو په هکله غور کوي او جنوبي کوریا هوډ کړی دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې ته وهڅوي چې د شمالي کوریا پر وړاندې سخت بندیزونه وضع کړي. د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ غونډه کوي.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای ان، ویلي دي چې هیواد به یې خپل ګاونډي هیواد (شمالي کوریا) ته اجازه ور نه کړي چې خپل اتومي او د توغندیز پروګرام ته ادامه ورکړي.