1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا جنوبي کوريا ته یو هیئت لیږلی دی

برېښنا صابر / آژانسونه۱۳۹۳ مهر ۱۲, شنبه

شمالي کوریا د آسیايي لوبو د پای ته د رسیدو د محفل څخه د خپل جنوبي گاونډي سره د خبرو اترو له پاره استفاده کړې. دغه سفر دواړو خواو ته هیلې راټوکولې دي.

https://p.dw.com/p/1DPlJ
انځور: picture-alliance/AP Photo/Yonhap/S. Jun-hee

جنوبي او شمالي کوریا په رسمي توگه تر اوسه د یو بل پر ضد د جنگ په حالت کې قرار لري. د کوریا د جگړې تر ختمیدو وروسته چې ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۳ کال پورې یې دوام وکړ، د سولې کوم تړون لاسلیک شوی نه دی. د هغه راهیسې د دواړو هیوادونو تر منځ ترنگلتياوې وجود لري.

دغه ترنگلتیاوې هغه وخت ډیرې شوې کله چې په دې وروستیو کې د شمالي کوریا کمونسټي هیواد راکټي آزموینې زیاتې کړې. له همدې امله یو بل ته د نژدې کیدو دا گام حیران کونکی دی.

د رسمي معلوماتو پر حواله شمالي کوریا همدا د جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۳ مه) د جنوبي کوریا مشرتابه ته په دې هکله خبر ورکړ چې د دې هیواد یو پلاوی به د آسیايي لوبو د پای په محفل کې د گډون په موخه انچیون ته سفر وکړي. په دغه هیئت کې د شمالي کوریا د نورو لوړ پوړو چارواکو سربیره حوانگ پیونگ سو هم شامل دی. نوموړی د شمالي کوریا د پوځ د سیاسي دفتر مشر دی او د جنوبي کوریا لخوا ورته په غیر رسمي توگه د کم یونگ اون وروسته د دویم واکمن په سترگه کتل کیږي.

د پیونگ یانگ لخوا مهم سگنال

د شنبې په ورځ انچیون ته تر رسیدو وروسته دغه هیئت ته د جنوبي کوریا د دفاع وزیر ریو کیهل یای لخوا هرکلې وویل شو. د ریو کیهل یای او د جنوبي کوریا د ملي امنیت د سلاکار کم خوان ین سره خبرې اترې په نظر کې نیول شوي دي. دا چې دغه پلاوی به د جنوبي کوریا د ولسمشر پارک گوین هويي سره هم وگوري، لا څرگنده نه ده.

دا سفر د پيونگ یانگ د رژیم د هغه نیت یو علامت گڼل کیږي چې د جنوبي کوریا سره یې د ترنگلو اړیکو د ښه والي له پاره لري. دغه پلاوی په داسې حال شمالي کوریا ته سفر کوي چې د شمالي کوریا واکمن کم یونگ اون د یو څو اوونیو راهیسې نه دی را څرگند شوی. شمالي کوریا منلې وه چې د دولت دغه مشر روغتیايي ستونزې لري.