1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا خپل توغندي برید ته چمتو کړي دي

سید ریاض (AFP, AP, Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۹, جمعه

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد مشر کم جونګ ان، خپلو جګپوړو جنرالانو ته د توغندیو د تیارسئ امر کړی دی. دغه ادعا پر سیمې باندې د امریکایي بم غورځوونکو B-2 ډوله الوتکو تر پرواز وروسته شوې ده.

https://p.dw.com/p/186rX
انځور: Reuters

د کوریا رسمي خبري آژانس (KCNA) په خپل رپوټ کې ادعا کړې ده چې کېم جونګ ان، د هیواد پوځي مشرانو ته امر کړی دی چې د توغندیو قطعات د تیارسئ حالت ته راولي. نوموړي خبري آژانس وړاندې ویلي دي چې په سویلي کوریا او پسفیک کې به امریکایي اډې په نښه کړل شي. په رپوټ کې پر دې خبره باندې ټینگار شوی دی چې دغه کار به یوازې د یوه ورته عمل پر وړاندې د غبرگون په توگه تر سره شي.

نوموړي خبري آژانس د کیم جونګ ان له قوله چې لا تر اوسه پورې د یوې بلې منبع له خوا تائید شوی نه دی ویلي دي: «که چیرې هغوی [امریکايان] له لوی ستراتیژیک ځواک سره بې باکه لمسون ته لمن ووهي، د کوریا د خلکو پوځ باید په بې رحمۍ سره د امریکا پر خاورې، د هغوی پر سنګرونو او  په پسیفیک، هوایي، ګوام او په سویلي کوریا کې د هغوی پوځي اډې په نښه کړي.»

په انګلیسي ژبه خپریدونکې ورځپاڼې (نیوز پورتال) په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د شمالي کوریا مشر «اوسني وضعیت ته په کتو سره ویلي دي چې له امریکایي امپرلیستانو سره د حساب کتاب وخت رارسیدلی دی.»

د سویلي کوریا یوه پوځي ویاند ویلي دي چې د شمالي کوریا د توغنديو په مرکزونو کې په ښکاره توګه د پرسونل او موټرو په فعالیتونو کې زیاتوالی راغلی دی. خو دا خبره معلومه نه ده، چې آیا د شمالي کوریا توغندي د دې توان لري چې د متحده ایالاتو خاوره په نښه کړي او که نه؟

«دوه شخړه ییزې میاشتې»

د پنجشنې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ میاشتې ۲۸ نیټه» دوو B-2 ډوله امریکایي الوتکو د متحده ایالاتو او سویلي کوریا په روانو پوځي مانورونو کې برخه واخیسته.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیګل، په پنیتاګون کې خبریالانو ته ویلي وو چې امریکا متحده ایالات د هر رنګه احتمالي پیښو پر وړاندې چمتووالی لري. هغه همداشان د پیونګ یانګ له خوا د متحده ایالاتو او سویلي کوریا د پوځي مانورونو تر پیلیدو وروسته، پر لفظي تهدویدونو باندې نیکوه کړې وه. هیګل ویلي وو: «شمالي کوریا باید پر دې خبره پوه شي، هغه څه چې دوی یې تر سره کوي ډیر خطرناکه دي. موږ باید دا خبره روښانه کړو چې د شمالي کوریا له لوري دغه لمسون په جدي نیول کیږي او هغه ته به خپل غبرګون ښکاره کړو.»

د ملګرو ملتونو تر نوو بندیزونو وروسته، شمالي کوریا د روان کال د فبروري میاشت پر ۱۲ نیټه یوه اتومي آزموینه تر سره کړه. په سویلي کوریا کې د روانې میاشتې د پیل راهیسې د پوځي مانورونو پر وړاندې د شمالي کوریا په خبرداریو کې هم ډیروالی راغلی دی. د چهارشنبې په ورځ شمالي کوریا وویل چې له جنوبي کوریا سره یې د پوځي اړیکو بیړنۍ اړیکه غوڅه کړې ده. ویل کیږي چې دغه اړیکه د دواړو هیوادونو تر منځ یوازینۍ رسمي اړیکه وه.

سویلي کوریا چې دغه پوځي مانورونه عادي تمرینات بولي، ویلي دي چې د دغې بیړنۍ اړیکې د بیرته فعالولو غوښتنه یې کړه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب