1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د امریکا پر ضد جګړې اټکل کوي

۱۳۹۶ آذر ۱۶, پنجشنبه

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې «اوس نه جواب شوې پوښتنه دا ده چې جګړه به کله کیږي.» ياد وزارت د سویلي کوریا او امریکا پر پوځي مانورونو باندي انتقاد هم کړی دی.

https://p.dw.com/p/2ovH9
Luftwaffenübung von Südkorea und USA
انځور: picture-alliance/dpa/South Korea Defense Ministry

وروسته له هغې چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پریکړه وکړه چې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژل، د ټولې نړۍ پام د اسرائیل لور ته ته اوښتی دی. ټوله نړۍ په دغه سیمه کې د تاو تریخوالي د زیاتیدو اټکل کوي.

خو د ترمپ په اصطلاح دایمي دښمن، د شمالي کوریا واکمن کیم جونگ اون هم کرار ناست نه دی او بیا گواښونه کوي: د جنوبي کوریا او امریکایانو گډ پوځي مانورونه او د امریکا د یوې محافظتي حملې گواښونه به د یوې نه مخنیوي وړ جگړې سبب به وگرځي. دا یو «ثابت واقعیت» دی.

د شمالي کوریا د دولتی خبري آژانس KCNA په رپوټ کې راغلي دي چې «شمالي کوریا جگړه نه غواړي، خو ځان به هم پټ نه کړي.»

ګډ پوځي مانورونه

د شمالي کوریا د بالستیک یا قاره یي توغندي تر وروستۍ ازموینې وروسته، امریکا متحدو ایالاتو او سویلي کوریا په سیمه کې د دوشنبې په ورځ ستر پوځي مانورونه پیل کړل.

چین او روسیې، امريکا او سویلي کوریا ته وړاندیز وکړ چې له دغو مانورونو تیر شي. د هغه په بدل کې باید شمالي کوریا خپل د وسلو پروګرام ودروي، په کوم سره چې دغه منزوي شوی هیواد د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو څخه سرغړونه کوي.

د سویلي کوریا خبري آژانس یونهاپ، د پوځي کړیو په حواله ویلي دي چې امريکا د چهارشنبې په ورځ سویلې کوریا ته د B-1B اوږ واټن وهونکي بم غورځونکي الوتکې استوي.

s.r/n.z (rtr, APE,dpa)

زموږ له آرشیف څخه: