1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د م.م. بندیزونه «د جنګ اقدام» اقدام بللی

۱۳۹۶ دی ۳, یکشنبه

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دوی د هیواد پر ضد د ملګرو ملتونو د بندیزونو تازه لړۍ د «جنګ د اقدام» په معنی دی. په اعلامیه کې د شمالي کوریا پر ضد بندیزونه د بشپړې اقتصادي محاصرې په توګه یاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/2ptaf
Nordkoreanische Fahne
انځور: picture-alliance/picturedesk.com/H. Ringhofe

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو لخوا وضع شوي تازه بندیزونه محکوم کړي او پر دې ګوښه کړل شوي سلطنت باندې یې دغه اقدام د «جنګ د اقدام» په توګه یاد کړی دی. ملګرو ملتونو د روانې اونۍ په پیل کې د شمالي کوریا له لوري د توغندیو د تازه آزموینې په ځواب کې پر دغه اقدام لاس پورې کړ.

د شمالي کوریا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې د دې هیواد لخوا د تمویل کیدونکي ملي خبري آژانس یا «KCNA» کې خپره شوې، د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې: «موږ په بشپړه توګه د ملګرو ملتونو تازه بندیزونه ردوو...او [دغه بندیزونه] زموږ د جمهوریت د ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کول او د کوریا د نیمه ټاپو او په پراخه کچه د سیمې د سولې او ثبات د لمنځه وړلو له پاره د جګړې یو اقدام دی.»

د یاد وزارت په علامیه کې همدا راز زیاته شوې چې: «د امریکا متحده ایالات په بشپړه توګه د تاریخي هدف له پاره چې د ملي اتومي پروګرام ته رسیدل دي، زموږ له لاسته راوړنو په ویره کې ده.» اعلامیه همدا راز زیاتوي چې متحده ایالات ډیر زیات له کنټرول نه وځي او غواړي چې زموږ پر هیواد باندې تر ټولو سخت بندیزونه وضع کړي.

د اعلاميې په بله برخه کې همدا راز راغلي چې موږ به د امریکا متحده ایالاتو سره د ځواک د عملي بیلانس له پاره  له دې نور هم د ځان د دفاع له پاره اتومي وړتیاوې کلکې کړو د کوم هدف چې د امریکا متحده ایالاتو د اتومي تهدید، اخطارونو او له دښمنۍ ډکو اقداماتو په بشپړه توګه له منځ وړل دي. اعلامیه همدا راز په پای کې زیاتوي چې هغوی چې د بندیزونو په ګټه یې رایې ورکړي، هغوی به د پیونګ یانګ له غصې سره مخ شي.

پر شمالي کوریا د م.م لخوا تازه وضع شوي بندیزونه

پر شمالي کوریا باندې تازه بندیزونه وروسته له هغې وضع شوي چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې یو نوی توغندی و آزمویو. د جعمې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د دسمبر ۲۲مه نېټه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غوڅ اکثریت سره پر شمالي کوریا باندې د تازو بندیزونو په حق کې رایه ورکړه. د دې بندیزونو اصلي هدف شمالي کوریا ته د نفتو د صادراتو او همدا راز له بهرنیو هیوادونو څخه پیونګ یانګ ته د پیسو د لیږد مخنیوی په ګوته شوی دی.

په ورته وخت کې ټولو هیوادونو ته د دې اجازه هم ورکړل شوې چې شمالي کوریا ته او یا له شمالي کوریا څخه نورو هیوادونو ته تلونکې داسې کښتۍ چې فکر وشي ناقانونه توکي پکې بار وي، ونیسي، وپلټي او ضبط یې کړي. په تازه بندیزونو کې د شمالي کوریا ټولو هغو اتباعو ته چې په بهرنیو هیوادونو کې کار کوي، د ۲۴ میاشتو وخت ورکړل شوی ترڅو بیرته خپل هیواد ته وګرځي.

د شمالي کوریا لسګونه زره اتباع چین او روسیې ته د کار له پاره لیږل شوي او د ملګرو ملتونو په حواله دوی د غلامانو په څیر شرایطو کې کار کوي ترڅو د کیم جونګ اون رژیم ته پیسې وګټي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.07.2017):