1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د وړوکو هسته يي وسلو لرلو ادعا کړې

۱۳۹۴ اسفند ۱۹, چهارشنبه

د شمالی کوریا مشر کیم جونگ اون، ادعا کړې ده چې هیواد یې په موفقانه توګه اتومي سرګلولې د هدفمنو توغندیو يا بالیستیک له پاره وړوکي کړي دي. د شمالي کوریا دولتي تلویزیون دغه توغندي «د ریښتینو موانعو» په توګه یاد کړي دي.

https://p.dw.com/p/1I9fm
انځور: picture-alliance/dpa/KCNA

د شمالي کوریا KCNA خبري آژانس د کیم جونگ اون په حواله لیکلي دي چې شمالي کوریا اتومي سرګولولي وړوکي کړي دي چې اوس کیدای شي د اوږد هدف ویشتونکو توغندیو یا بالیستیک توغندیو، په واسطه هم ولیږدول شي. دا په داسې حال کې ده چې اون د مارچ مياشتي پر نهمه نیټه په خپل هیواد کې یوې اتومې بټۍ ته ورغلی.

کیم له اتومي انجنرانو سره د لیدني پر مهال وویل: «اتومي سرګلولې دومر وړې شوي دي چې اوس په بالیستیک توغندیو کې هم لیږدول کیدای شي.»

د کیم تر خبرو لږ مخکی د شمالي کوریا د ملي دفاع کمېسیون ګواښ کړی وو چې پر جنوبي کوریا او امریکا متحدو ایالاتو باندي به اتومي بریدونه وکړي. کیم هم ویلي دي چې که امریکا متحد ایالات او متحدانو یې د دغه هیواد ارضي تمامیت له ګواښ سره مخامخ کړي، نو شمالي کوریا به هم پر دغو هیوادونو باندي اتومي بریدونه وکړي.

دا لومړی وار دی چې شمالي کوریا د اتومي سر ګلولو د وړوکي کولو ادعا کوي، خو د دغه هیواد ادعاوي تر ډیره حده پوري د شک وړ دي.

شمالي کوریا، د روان کال د جنوري میاشتې پر ۶مه نېټه د هایدروجني بم د آزمویني ادعا وکړه، خو کارپوهان، امریکا متحد ایالات او جنوبي کوریا بیا وایي چې شمالي کوریا لا تر اوسه پورې د هایدروجني بم په جوړېدو نه دی توانیدلی.