1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا له امریکا سره اټومي خبري تر پوښتني لاندي راوستي

۱۳۹۷ اسفند ۲۴, جمعه

په ویټنام کي د سرمشریزي تر ناکامېدو دوې اوونۍ وروسته د شمالي کوریا رژیم له امریکا سره د خبرو دوام تر پوښتني لاندي راوستلی دی. په دې سره د کوریا په نیمه جزیره کي د توغنديو د نوو ازموینو اندیښنه هم مخ پر ډیريدو دي.

https://p.dw.com/p/3F8kA
Hanoi, US-Präsident Donald Trump trifft den nordkoreanischen Staatschef Kim Jong Un
Kim Jong Un
انځور: picture-alliance/E. Vucci

امکان سته چي شمالي کوریا له امريکا متحده ايالاتو سره د اټومي بې وسلې کولو پر سر مذاکراتو د قطع کیدو په درشل کي وي. د روسیې خبري آژانس تاس د خبر له مخي د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالي، چوی سون هوی ویلي دي: «موږ ددې نیت نه لرو، چي د متحده ایالاتو غوښتنو ته په یو ډول نه یو ډول سره پر گونډو سو او یا دغه ډول مذاکرات قبول کړو.»

هغې ويلي دي چي د امريکا متحده ايالاتو په اصطلاح «بدمعاش ډوله» موقف دغه حالت له خطر سره مخامخ کوي. چوی زیاته کړې ده چي د توغنديو ازمویني تر۱۵میاشتني ځنډ وروسته شمالي کوریا له امريکا متحده ايالاتو څخه د یوه امتیاز او «سیاسي محاسبې» انتظار کوي.

خو د چوی په خبره، د ترمپ او کیم ترمنځ شخصي اړیکي ښې پاتیږي او «ډیري فوق العاده» دي. پردې سربیره تمه کیږي چي پخپله کیم په لنډ وخت کي د راتلونکو مذاکراتو په اړه خبري وکړي.

Nordkorea Raketentest Kim Jong Un in Pjöngjang
انځور: Reuters/KCNA

ناکامه سرمشریزه او مخفي فعالیتونه

د فبررۍ میاشتي په وروستیو کي د کیم او ترمپ ترمنځ دوهمه شخصي لیدنه کتنه بې له یوې گډي اعلامیې سره پای ته ورسیدله. د ترمپ د څرگندونو پراساس شمالي کوریا په هانوی کي نه غوښتله چي د خپلو غوښتنو څخه تیر سي، هغه غوښتنه، چي د امريکا متحده ايالات یې باید په مقابل کي ټوله بندیزونه له منځه یوسي.

خو همدا څو ورځي دمخه بيا د نوو مخفي اطلاعاتو پراساس شمالي کوریا د توغنديو یوې نوي ازمویني ته تیاری نیسي.

(dpa, afp, ap, rtr) QN/NZ

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 10.07.2017)