1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شنونکي: افغان طالبان د پاکستاني جنګياليو مخه نه نيسي

۱۴۰۰ دی ۱۶, پنجشنبه

د يو شمېر معتبرو رپوټونو پر اساس په دې وورستيو کې پاکستاني طالبان بېرته انسجام مومي او فعاليت يې ډېر شوی چې د ملګرو ملتونو د يوه رپوټ له مخې د مشرتابه مرکز يې په ګاونډي افغانستان کې دی.

https://p.dw.com/p/45CyS
Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul
انځور: Oliver Weiken/dpa/picture alliance

وروستيو تحولاتو ته د قربانيانو د کورنيو انديښنې ډېرې شوې دي. کارپوهان هم په دې باور دي چې افغان طالبان په دې حساس وخت کې د پاکستاني وسله والو د فعاليت مخه نه نيسي. د يوې قربانۍ مثال شاهانه ده چې په پېښور کې اوسيږيږ هر کال د جنورۍ په ۱۷مه، شاهانه يو کيک پخوي او د پاکستان په پېښور ښار کې مېلمانه خپل کور ته رابولي. دوی د هغې د زوی له پاره د سالګرې سندرې وايي او يوه شمع هم بلوي. خو زوی يې ژوندی نه دی.

د هغې زوی اسفند خان، د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۶مه نېټه ووژل شو. هغه مهال وسله والو کسانو د پوځ له خوا چلېدونکي د هغه پر ښوونځي باندې بريد وکړ چې ۱۵۰ کسان پکې ووژل شول. ډېری دغه کسان زدکوونکي وو چې ځينو يې يوازې پنځه کاله عمر درلود. اسفند له نژدې څخه درې ځله په سر کې وويشتل او ووژل شو.

بريد کوونکي پاکستاني طالبان ول چې اووه کاله وروسته يې اوس بيا خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی. هغوی ښايي د افغاني طالبانو له خوا کابل کې قدرت ته په رسېدو سره تشويق شوي وي. د دسمبر په وروستۍ اوونۍ کې دوی اته پاکستاني پوځيان په متقابلو نښتو کې د پاکستان په شمال ختيځ کې ووژل. دوه نور پاکستاني سرتېري تېره چهارشنبه د شپې له خوا پر يوې پوستې د طالبانو د بريد له لارې هم ووژل شول.

پاکستاني طالبان بېرته انسجام مومي او سره تنظيميږي چې په جولای مياشت کې د ملګرو ملتونو د يوه خپاره شوي رپوټ له مخې د مشرتابه مرکز يې په ګاونډي افغانستان کې دی. له دې کبله د شاهانه په څېر پاکستانيان وېره لري چې د دغې ډلې له خوا وارد شوی تاوتريخوالی ښايي بېرته ډېر او راستون شي. په دې ترڅ کې افغان طالبانو داسې نښې نښانې نه دي ښودلي چې د پاکستاني طالبانو د مشرانو د شړلو يا په پاکستان کې د بريدونو د تر سره کولو مخه نيول غواړي. دا په داسې حال کې چې پاکستان هڅه کوي چې محتاطه نړۍ دې ته راوبولي چې د افغانستان له نويو واکمنانو سره چلن او تعامل وکړي او دغه هېواد له اقتصادي سقوط څخه وژغوري. دا داسې ستونزه ده چې د افغانستان ټول ګاونډيان يې او لوی قدرتونه لکه چين، روسيه او متحده آيالات يې هم لري يعنې دا چې څنګه له کابل سره چلن وکړي. د څه باندې څلور لسيزو جګړو په ترڅ کې ډېرو وسله والو ډلو په افغانستان کې خوندي ځايونه وموندل او ځينې ورڅخه لکه پاکستاني طالبان، د افغاني طالبانو د جګړې د ډګر پخواني ملګري دي. 

 Army Public School Student Memorial Seminar in Peshawar
هغه ميندې چې ماشومان يې د پېښور پر پوځي ښوونځي په بريد کې وژل شوي ولانځور: Faridullah Khan/DW

تر دې دمه افغان طالبانو ښايي نه وي غوښتي يا نه شي کولی چې ويې شړي. يوازنۍ استثنا د اسلامي دولت په نوم ډله ده چې د طالبانو اصلي دښمن دی او د دوی او د افغانستان د شيعه مذهبه مسلمانانو پر ضد يې د تاوتريخوالي يو کمپاين په لاره اچولی دی. دوی په سلګونو تنه په بريدونو کې وژلي چې ښوونځي، جوماتونه او حتی يو زېږنتون يې هم په نخښه کړی وو.

 واشنګټن د اسلامي دولت دغه څانګه چې د داعش د خراسان ډلې په نوم هم شهرت لري، په افغستان کې اصلي پوځي ګواښ بللی دی. د طالبانو د اوږدې مودې ټلواله بله ډله القاعده اوسمهال يو جدي ګواښ نه بلل کيږي. سره له دې چې امريکايي پوځي مشران وايي چې د لږ پياوړي کېدو نخښې يې شته، خو هغه تقريبا بې هدفه غوندې ده، چې د ملګرو ملتونو د جولای مياشتې د يوه رپوټ له مخې اوسنی مشر، ايمن الظواهري يې ژوندی خو ناروغه دی. خو په افغانستان کې ډېرې نورې اورپکې ډلې هم شته چې د افغانستان د ګاونډيانو په منځ کې د وېرې سبب ګرځي. چين له اويغور توکميزې لږکۍ څخه وېره لري چې يوه خپلواکه د شينجیانګ سیمه غواړي.

روسيه او د مرکزي آسيا هېوادونه د ازبکستان له اسلامي حرکت څخه وېره لري چې په تېرو څو کلونو کې يې د افغانستان د ازبکانو په منځ کې د جلب او جذب کوښښونه چټک کړي دي. خو پاکستان بيا له تحريک طالبان پاکستان څخه اندېښنه لري چې په نړۍ کې يې ځينې تر ټولو سخت تروريستي يرغلونه په پاکستان کې تر سره کړي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې پر پوځي ښوونځي باندې بريد پکې هم شامل دی. د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله دغه ډله تقريبا ۴۰۰۰ تر ۱۰ زرو پورې جنګيالي لري. هغه په دې بريالۍ شوي چې له قبايلي سيمو څخه هاخوا هم خپل جلب او جذب وغځوي. دغه خبره امير رانا کوي چې د پاکستان د سولې د څېړنو د انستيتوت اجرائيوي مدير دی. دغه فکري مرکز په پلازمېنه اسلام آباد کې دی. شنونکي وايي دا چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په وړاندې له اقداماتو ډډه کوي، دې ته اشاره ده چې نورې ډلې به ښايي هم نه شړي. »اصلي حقيقت دا دی چې ډېری تروريستي ډلې چې په افغانستان کې عمليات کوي، پرته له داعش څخه، د طالبانو متحدين دي.« دغه خبره مايکل کوګلمن کوي چې په واشنګټن کې مېشت د ويلسن مرکز د آسيا د پروګرامونو مرستيال مدير دی.

د هغه په خبره »طالبان نه غواړي چې وسلې خپلو ملګرو ته واړوي، سره له دې چې سيمه يز لوبغاړي او لويديځ ورباندې فشار ډېروي.« د اورپکو ډلو شتون د پاکستان هغه هڅې هم ستونزمنوي چې غواړي نړيوال دې ته راولي چې له افغان طالبانو سره تعامل وکړي. هدف يې  له سقوط سره مخامخ افغانستان ته د يو نسبي ثبات راوړل دي. شنونکي وايي چې د پاکستان پوځ داسې اټکل کړی چې د پاکستاني طالبانو له خوا وارد شوي زيانونه نسبت و دې ته بهتره دي چې د افغان طالبانو واکمني پر دغې موضوع باندې د تاکيد له لارې کمزورې شي.