1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شنونکي: امريکا په هيڅ قيمت له افغانستان څخه نه وزي

۱۳۸۹ شهریور ۱۴, یکشنبه

له تيري يوي مياشتي را پدي خوا داسي خبرونه خپريږي چي ګواکي د امريکي متحده ايالات له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د وتلولاري چاري لټوي.

https://p.dw.com/p/P4eN
په هلمند کي امريکايي ځواکونه د عملياتو پر مهال
په هلمند کي امريکايي ځواکونه د عملياتو پر مهالانځور: AP

د رسنيو له لوري د دغو خبرونو له خپريدو وروسته د افغانانو په مينځ کي يو ډول ويره خپره سوې چي ګواکي له ملک څخه به د امريکايي سرتيرو د وتلو په صورت کي دغه هيواد يو ځل بيا د طالبانو لاس ته ولويږي.

اوس داسي تصور موجود دی چي د افغانستان جګړه د نه ګټلو وړ ده او واشنګټن ته يي دوام بې ګټي ښکاري.

خو د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي وايي چي امريکايي سرتيري په هيڅ وجه له افغانستان څخه نه وزي، ځکه هغوﺉ ته په دغه ماموريت ډير لګښت راغلي او لا هم ورته مهم دي.

«هغوﺉ غواړي چي د وتلو په خبرو د خلکو پرذهنيتونو پوه سي، خو تر هغه چي امريکا ډاډمنه نه سي چي ترهګر نور زموږ په لور نه راځي له افغانسان څخه نه وزي، زه باور نه لرم چي په ۲۰۱۱ کي ووزي، که ووزي هم لس سرتيري به وباسي او دولس به بيرته راولي».

تيره اونۍ د امريکا دفاع وزير رابرت ګيټس کابل ته دخپل سفر پر مهال هم له افغانستان څخه د سرتيرو د تدريجي وتلو پروسه له افغان ولسمشر او دفاع وزير سره ياده کړې ده.

خو کرزي په وار وار ويلي چي نه اوس او نه هم په ۲۰۱۱ کال کي افغان ځواکونه د دي جوګه دي چي د ملک امنيتي چارو ته اوږه ورکړي.

کرزي دغه پلان خطر ناک بللي او ورسره موافق نه دی.

هغه د چهارشنبي په ورځ ډاډ ورکړی چي د امريکا پر اوږد مهالو مرستو ډاډمن دي.

«ما له ښاغلي ګيس سره او تر هغه د مخه د اوباما سره د امريکا او افغانستان په ستراتيژيکو اړيکو، له ترهګرو سره د مبارزي په بدلونونو چي افغانستان يي غواړي مفصلي خبري کړي دي. که تاسو پام کړی وي د ګېټس په خبرو کي واضح اشاري وي چي زموږ سره په ستراتيژۍ کي موافق دي».

د سياسي چارو بل شنونکي قسيم اخګر هم له ښاغلي سعيدي سره ورته نظر لري.

هغه وايي چي امريکايي ځواکونه مجبور دي چي په افغانستان کي پاته سي او نه سي کولای چي په اوس وخت کي له دغه هيواد څخه خپل سرتيري وباسي.

«امريکايي ځواکونه ناچاره دي چي په افغانستان کي پاته سي، هغوی په اوس وخت کي چي حالات خپل تر ټولو ډيرنازک پړاو ته رسيدلي نه سي کولای چي له افغانستان څخه ووزي، زه ډاډمن نه يم چي هغوﺉ دي د افغانستان څخه خپله کډه بارکړي».

له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو په اړه په داسي حال کي ګنګوسي را پورته کيږي چي اوس د نا امنيو لمن د ملک له جنوبي برخو شمال لوري ته پراخه سوې ده.

په تيرو څو مياشتو کي هغه شمالي ولايتونه چي د نورو سيمو په پرتله له امن څخه ډک ول د نا امنيو شاهد دي.

کندز، بغلان، فارياب او بلخ هغه ولايتونه دي چي په دي ورستيو کي پکي د دولت ضد وسله والوفعاليتونه ګړندي سوي او حکومت له دغو خوځښتونو په ويره کي دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل