1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهزاده ویلیم او شهزادګۍ کېټ پاکستان ته سفر کوي

۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبه

د بریتانيا شهزاده ویلیم او د هغه میرمن شهزداګۍ کېټ د دوشنبې په ورځ اسلام آباد ته په څو ورځني سفر رسیږي. دا د بریتانيا د شاهي کورنۍ د کوم غړي دغه هیواد ته تر یوې لسیزې زیاتې مودې وروسته لومړی سفر دی.

https://p.dw.com/p/3RFHy
Deutschland Besuch Prinz William und Kate in Heidelberg
انځور: picture-alliance/dpa/C. Schmidt

دا د کمیبرج شاهي کورنۍ د شهزاده او شهزادګۍ پاکستان ته لومړی سفر دی او په پلازمېنه اسلام آباد کې به یې هرکلی وشي. د دغه پنځه ورځني سفر له پاره د پاکستان د پوځ تر څارنې لاندې ځانګړي امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

د کینسینګتون ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې لوژستیکي او امنیتي اقداماتو ته په کتو سره «دا د شهزاده او شهزادګۍ له لوري تر سره کیدونکی پیچلی سفر دی.»

Imran Khan empfängt Prinzessin Diana in Lahore
د شهزاده ویلیم مور شهزداګۍ ډیانا (په انځور کې ښې لاس ته) هم پاکستان ته سفر کړی وو. په دغه انځور کې هغه د پاکستان له اوسني لومړي وزیر او د هغې له میرمنې جمایما سره لیدل کیږيانځور: picture-alliance/dpa/Rousseau

په بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې د شهزاده او شهزادګۍ دغه سفر به د بریتانيا او پاکستان تاریخي اړیکو ته پر درناوي سربیره پر نني پاکستان باندې تمرکز وکړي چې متحرکه، د لوړو هیلو او راتلونکې ته هیله من هیواد دی.

شاهي جوړه به په خپل دغه سفر کې د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره هم وویني. پر دې سربیره به هغوی له هغو پروګرامونو هم لیدنه وکړي چې موخه یې د ځوانانو غښتلي کیدل دي.

د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ کې به شهزاده او شهزادګۍ شا او خوا ۱۰۰۰کیلومتره سفر وکړي چې پر اسلام آباد سربیره پکښې د لاهور د تاریخي ښار په شمول د هیواد شمالي غرنیو برخو ته سفر کول شامل دي.

Deutschland Schloss Bellevue Queen bei Gauck Ankunft Staatsbankett
د بریتانیي ملکه الزبت هم پاکستان ته سفر کړی دیانځور: Getty Images/AFP/R. Michael

په ۲۰۰۶م کال کې شهزاده چارلس چې د ویلیم پلار دی له خپلې میرمن کامیلا سره پاکستان ته سفر کړی وو.

د شهزاده ویلیم مور شهزادګۍ ډیانا، هم په ۱۹۹۶م کال کې پاکستان ته سفر کړی وو او هغه مهال د کریکټ لوبغاړي او اوسني لومړي وزیر عمران خان له خوا د سرطان ناروغې د تدواۍ له پاره د روغتون په بسپنو راټولو یوه پروګرام کې یې هم ګډون کړی وو.

تر دې دمخه ایلزبت دوهمې په ۱۹۶۱ او ۱۹۹۷م کلونو کې پاکستان ته سفر کړی دی.