1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهزاد عديل د پیسو له پاره سندري نه وايي

۱۳۹۱ مرداد ۲۹, یکشنبه

عديل د درویشتو کالو دئ. د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د وروستي کال محصل دئ، سندر وايي؛ خو دا کار د پیسو گټلو له پاره نه کوي.

https://p.dw.com/p/15sUg
انځور: Shazad Adeel

۱۳۶۸لمریزکال، د افغانستان د تاریخ له اوره ډکې شېبې وې، روسان تر لس کلن اشغال وروسته پر وتو ول او خلک نه پوهېدل، چې واک ته پر ماشه ناست جنګیالي به ئې سرنوشت پر کومه خوا بیایي؟

شهزاد په داسي شپو او ورځو کې دې نړۍ ته راغلی او ورو ورو را لوی شو، چې، جنگ او راز راز ټولنیزو او انساني ستونزو ئې کورنۍ پاکستان ته کډه کړه. تر څو افغانستان ته د نړېوالي ټولني له راتګ او حضورسره، په ۲۰۰۲کال بېرته له خپلي کورنۍ سره افغانستان ته را ستون شو او اوس په کابل ښار کې اوسېږي.

په کډوالۍ کې هم عمومي اول نمره

د شهزاد په خبره هغه له کډوالۍ څخه ښې خاطرې نه لري: «خو د کډوالۍ له ټولو سختیو سره سره زه په دغه دوران کي هم د ټولګي اول نمره وم.» زده کړو شهزاد ته ددې فرصت ورکړ، چې خپل شخصیت وروزي او یو کامیاب سرنوشت و ټاکي.

شهزاد عدیل واده کړی دئ. خو له دې سره سره په کابل پوهنتون کي محصل دئ او دا دئ په موسیقۍ کې هم خپلو احساساتو، عواطفو او ذهن ته د ساه را کښلو فرصت برابروي. شهزاد عدیل خپله لومړنۍ سندره دوه نیم کاله دمخه ثبت کړې ده.

موسیقۍ زده کړې

شهزاد عدیل وایي، چې د خپلي کورنۍ او بیا ترهغې وروسته ټولو افغانانو دردونو، کړاونو او سختیو هغه سندربول کېدلو ته هڅولې. د هغه غږ د څپو له لاري د اورېدونکي د ذهن او ضمیر تر لاندنیو پوړیو پوري نفوذ کوي او په دې توګه موسیقي په نقاشۍ بدلېږي او د مینه والو ذهن او روان ته داسي موضوعات تداعي کوي، چې د بل علم او مسلک په وس کې نه دي.

عدیل، د هېواد د هنرمندانو په منځ کې د آرواښاد احمدظاهر سندري ډېري اوري
عدیل، د هېواد د هنرمندانو په منځ کې د آرواښاد احمدظاهر سندري ډېري اوريانځور: Shazad Adeel

د شهزاد د موسیقۍ استاذ یو هندوستانی دئ، چې په کابل کې د هندوستان په سفارت کې کار کوي. شهزاد خپل هندو استاذ ته ورځي او مخامخ د موسیقۍ له رازونو او رمزونو ځان خبروي.

ځيني وګړي موسیقي مخامخ له استاذانو زده کوي. ځيني بیا د مطالعې، څېړنې او اړیکو مډرنو وسایلو، لکه الکترونیکي کتابتونونو، انترنټ پاڼو او...پسې سرګردانه ګرځي. او ځيني، چې ژوند ئې دغه بسیایني نه لري-او ښایي د بسیایني خبره نه وي- نو د خپل آزاد شوق او تلوسې له مخي، موسیقي له طبیعته، طبیعي غږونو، او هغو ریتمونو او ارتعاشاتو څخه زده کوي، چې ټوله دنیا ئې جوړه کړې ده؛ ځکه وایي، چې لومړنی عنصر غږ دئ.

ښه له دې چې را تېر شو، شهزاد عدیل تر دې دمه دوه البومه ډک کړي دي. هغه ټولټال شل سندري ویلي دي، چې نیمي ئې په دري او نیمې ئې په پښتو ژبه دي. شهزاد عدیل د خپلو خلکو او آواز د مینه والو له پاره سندري وایي؛ خو نظر ئې دا دئ، چې: «موسیقي زما له پاره یو شوق دئ؛ خو هیڅ مهال په ودونو یا نورو دا ډول محفلونو کې د پیسو په بدل کې ګډون نه کوم او دا زما کار نه دئ، چې په ودونو کې په سندرو ویلو سره پیسې ترلاسه کړم.»

شهزاد عدیل له خپلو اورېدونکو څخه راضي دئ، او په خپل نظر ئې، د هغه وروستۍ سندره «صبح آبادي» د اورېدونکو ډېره خوښه شوې ده. له دې سره هغه غوښتنه لري:«د هنرمندانو د تشویق له پاره باید کار وسي، او په دې لاره کې د سوداګرو رول ډېر مهم دئ، هغوی باید د هنرمندانو او د موسیقۍ د تولید له پاره ځيني لګښتونو ته اوږه ورکړي.»

په افغانستان کې هنري، ادبي، تخلیقي کارونه او دا شان موسیقي- که د ودونو له غوږ کڼونونکي ساز څخه تېر شو- پیسې نه شي جوړولای. ښایي یو لامل ئې د کلتوري چاپېریال محدودیت وي؛ خو دولت هم په دې اړه د مرستي لاس نه غځوي؛ ځکه نو شهزاد عدیل دلته له هنرمندانو سره د مرستي غږ پورته کوي.

«هيوادوالو ته خوښي راوړم»
«سندري مي يوازي د هيوادوالو له پاره دي»انځور: Shazad Adeel

ګرځنده هنرمند

شهزاد عدیل لا تنکی ځوان دئ، لا د موسیقي زده کړې ته ناست دئ، لا ئې د ثبت شویو سندرو او البومونو شمېر لږ دئ؛ خو هوډ لري، چې خپلي دغه لږ شمېر سندري، د ګرځنده کنسرتونو او آواز وېلو له لاري، د آواز د ډېرو مینه والو غوږ ته ور ورسوي. هغه وایي، چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې به ګرځي او کنسرتونه به ورکوي. او که دغه کار د عمل جامه واغوسته، بې له شکه چې شهزاد عدیل به د هنر د ډېرو مینه والو زړونو ته لاره پېدا کړي، او سندري به ئې د ولسي پرګنو، وړو او زړو پر ژبو وي او هغه وخت به هره خوا د ده سندري اورېدل کېږي.

د کاروان شعرونه او احمدظاهر سندرې

په شاعرانو کې پیرمحمد کاروان د شهزاد عدیل ډېر ښه ایسي. او هیله شته، چې په خپل غږ کې د کاروان غزلو او شعرونو ته نوی رنګ ورکړي. شهزاد عدیل، د هېواد د هنرمندانو په منځ کې د آرواښاد احمدظاهر سندري ډېري اوري. له دې سره سره له حماسې او وطنپالنې سره هم علاقه ښیي او غواړي، چې حماسي او وطني سندري ووایي. هغه د خبرو په پای کې خپلو هېوادوالو ته د کوچیني اختر مبارکي وايي.

وفا سمندر
کتونکی: نجيب الله زيارمل