1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

شهزاد محمدي درې لکه افغانۍ جریمه شو

۱۳۹۷ فروردین ۲۵, شنبه

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه په پلازمینه کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال د ملي لوبډلې توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی له هیواد څخه بهر او د کریکټ بورډ له اجازې پرته د لوبو کولو له امله درې لکه افغانۍ جریمه کړی.

https://p.dw.com/p/2w2is
Cricket World T20 Afghanistan - Hong Kong
انځور: Getty Images/AFP/P. Bhoot

په دې خبري ناسته کې چې د کرکټ بورډ د مشر لطف الله مشعل په مشرۍ رابلل شوې وه، د نړیوال جام پرمهال د لوبډلې د پرلپسې ماتو موضوع ته په اشاره سره وویل چې د کپتان اصغر ستانکزي نه شتون د دې ماتو اصلي لامل وو. مشعل همدا راز وویل چې په لومړیو لوبو کې د لوبډلې لخوا ښه توپ اچونه ونشوه چې دا هم د کپتان د نه شتون له امله شوی دی.

مشعل همدا راز وویل چې د لوبډلې د غوراوي کمیټي ښه لوبډله ټاکلې وه او په دې کې ستونزه نه وه  او د ماتو ستونزه په ادارې، تخنیکي او د لوبډلې په انتخاب کې نه وه.

سربیره پر دې په پاکستان کې د یوې ځايي لوبډلې سره د لوبو کولو او د کریکټ بورډ د قوانینو د ماتولو له امله، د افغانستان کریکټ بورډ شهزاد محمدي په درې لکه افغانیو جریمه کړ. سربیره پر دې که چیرته شهزاد بیا هم په ورته اقدام لاس پورې کړي، د کریکټ بورډ په وینا په دې صورت کې به ښايي د لوبو له جدي بندیز سره هم مخ شي.

Afghanistan Cricket-Board | Schukrullah Atif Mashal
انځور: Afghanistan Cricket Board

لطف الله مشعل همدا راز وویل چې د کریکټ بورډ هیڅ قراردادي هیڅ راز اجازه نه لري چې د کریکټ بورډ له اجازې پرته بهر هیوادونو ته سفر وکړي او په نورو هیوادونو کې لوبې ترسره کړي. مشعل همدا راز یادونه وکړه چې ټولو هغو لوبغاړو او د کریکټ بورډ چارواکو ته چې کورنۍ یې له هیواده بهر میشت دي، یوه میاشت مهلت ورکول کیږي چې خپلې کورنۍ هیواد ته را کډه کړي که نه نو د دوی قرارداد به فسخ کړل شي.