1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شويبله د يونان پر گوندونو د يورو په هکله د حقيقت ويلو ږغ کړی دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14ywc

د المان د مالي چارو وزير ولفگنگ شويبله د يونان پر گوندونو ږغ کړی دئ چي د يورو د پول واحد په ترڅ کي دي د خلکو د خطا ايستلو هڅه نه کوي. شويبله دا څرگندونې د يوې المانۍ ورځپاڼي بيلډ ام زونټاگ سره په مرکه کي کړي دي.

نوموړي زياته کړې ده چي هر هغه يونانی گوند چي خلکو ته دا احساس ورکوي چي يونانيان حتمي نه ده چي د يورو د نورو غړرو هيوادونو سره کړي ژمني او قراردادونه عملي کړي، نو هغوی د خلکو د تېر ايستلو هڅه کوي.

شويبله ويلي چي د يونان سره د اروپايي هيوادونه مرستي او ملاتړ ته بايد د يوه طرفه جادې په توگه ونه کتل سي. الماني وزير ويلي دي چي اوس هم د دې امکانات موجوده دي چي د يورو زون څخه د يونان د وتنې مخه ونيول سي. دا پداسي حال کي ده چي د جون په ۱۷ په يونان کي نوي پارلماني ټاکني تر سره کېدونکي دي. اټکل کيږي چي که د سپما ضد گوندونه دغه ټاکنې وگټي نو دا به د يورو پول واحد د زون څخه د يونان د وتلو او د يونان د دېوالي کېدو معنی ولري.