1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير:په افغانستان کي د نا امنيو علت پاکستان دی

۱۳۸۷ مرداد ۷, دوشنبه

خو داچي شټاين ماير،اسلام آباد ته ددې ګواښ کوي چي دغه ګاونډی هيواد بايدپه افغانستان کي خپل دريځ بدل کړي، ښايي دپاکستان پوځي مقامات اوهغه ډلي چي

https://p.dw.com/p/ElKT
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټرشټاين ماير
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټرشټاين مايرانځور: AP

دطالبانو ننګه کوي دشټاين ماير،خبروته په اصطلا خپل غوږونه کاڼه واچوي .دا ځکه چي آلمان دپاکستان په مقابل کي دفشار دپاره داسي کومه وسيله نلري چي پاکستان ددغه ګواښ پروا وکړي.او دا به هم کومه اغيزه منه وسیله نوي چي آلمان له پاکستان څخه نوردلوبي هغه ګيندان راوارد نه کړي چي دماشومانو په کار سره په پاکستان کي جوړیږي .

خوافغانستان ته دآلمان دبهرنيو چارود وزيرسفر نه ددې دپاره وچي هلته دبشري خيریه پروژو دکا رڅارنه وکړې او نه په دې نیت چې دی دیوه سیمه ايز ځواک داستازي په توګه وګوري چي په افغانستان کي څه سوي او څه ندي سوي .خوکه چيري افغانستان ته دآلمان دبهرنيوچارود وزيرسفر ته دوخت له مخه که يو نظر واچوي ويني چي دی هغه وخت افغانستان ته ځي چي د ولسمشرۍ دپاره دآمریکادمتحده ايالتونو د ډيموکراتونو دګوند کاندید بارک اوباما برلين ته راځي اوپه برلين کي دی په ډاګه سره وايي چي آلمان بايد په افغانستان کي خپلو پوځي فعاليتونو ته پراختيا ورکړي.

شټاين ماير د مزارشريف د ښار پر سر په څرخي الوتکه کي
شټاين ماير د مزارشريف د ښار پر سر په څرخي الوتکه کيانځور: AP

په افغانستان کي دپوځي عملیاتو دپرختيا هدف دادی چي بايدپه دغه هيواد کي دتروريزم پر ضد په کلکه سره مبارزه وسي خو دغه مبارزه لکه څنګه چي ښايي په بريالیتوب سره پرمخ نه ځي. باید ددغې مبارزې په بهیرکي دالقاعدې دنړیوال اسلامي تروريستي سازمان مشر او دهغه ملګري چي ګومان کيږي د افغانستان او پاکستان په ګډو پولو کي يو ځای پټ وي نيول سوي وای .او اوس هم مبارزه ددې دپاره روانه ده چي افغانستان ته دطالبانو دبیرته راتلو مخنوی وسي.

بارک اوباما وايي چي دی به له عراقه څخه آمریکايي عسکر وباسي او دغه عسکر به افغانستان ته واستوي او داسي ښکاري چي بارک اوباما هم لکه دآمریکا دمتحده ايالاتو ددولت داوسني مشربوش په شان داسي فکر کوي چي سړی کولای سي د تروريزم او اسلامي تندلارو پر ضد په ډيروسلاو او زیاتو عسکرو سره مبارزه کولای سي او حتي دسلاو په زور سړی کولای سي دوی ته ماته ورکړي.خو په دې شرط چي نړيوال په دې لارکي د آمریکایانو سره يو لاس سي.

خو حقيقت دادی چي نه د امریکا وګړي چي دجګړې څخه ټول ستړي سوي دي دبارک اوباما ددې نظر ډير تود هرکلی وکړی چي دی افغانستان ته زيات عسکر استوي او نه داچي دآلمان لوی اتلافي حکومت به دې مسالې ته غاړه کښېږدي چي په افغانستان کي دخپلو پوځي فعاليتونو لمن ته پراختيا ورکړي نود آلمان دبهرنیو چارو وزير غوښتل چي افغانستان ته دخپل دغه سفر سره وښه يي چي دغه هيواد دافغانستان له مسالې سره دخپلو امکاناتو تر حده پوري علاقه مندي لري، خو دغه امکانات يو حد لري.