1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير د خپل ګوند لخوا لومړي وزارت ته کانديد سوی دی

۱۳۸۷ شهریور ۱۷, یکشنبه

د جرمني د بهرنيو چارو وزير شټاين ماير په روان وخت کي نه يوازي د بهرنيو چارو وزير، بلکي د لومړۍ وزير مرستيال هم دی

https://p.dw.com/p/FCwC
د جرمني د سوسيال ډيموکرات ګوند لوړ پوړي چارواکي فرانک والټر شټاين ماير او کورت بيک
د جرمني د سوسيال ډيموکرات ګوند لوړ پوړي چارواکي فرانک والټر شټاين ماير او کورت بيکانځور: AP

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والټر شټاين ماير د خپل ګوند سوسيال ديموکرات SPD له خوا د آلمان د راتلونکي کال په فيدرالي انتخاباتو کي د لومړي وزارت مقام ته کانديد سوی دی. شټاين ماير، به د آلمان د اوسنۍ لومړۍ وزيري، انګيلا مرکل سره چي د مسيحي ډيموکراټ CDU له خوا بياهم په راتلونکو انتخاباتو کي نوموړي مقام ته کانديده ده، سيالي کوي.

شټاين ماير، په روان وخت کي نه يوازي د بهرنيو چارو وزير، بلکي د لومړۍ وزيري مرستيال هم دی. د آلمان اوسنی حکومت د درو ګوندونو، SPD,CDU او CSU يا د مسيحي سوسيال ګوندله ايتلاف څخه جوړ سوي دي.

په برلين کي د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د جرګې ځای
په برلين کي د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د جرګې ځایانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

آلمانۍ ورځپاڼو، برلينر څايتونګ او در شپيګل مجلي په خپل يو رپوټ کي ويلي دي چي، د سوسيال ډيموکراټ ګوند په وروستيو ورځو کي دا پريکړه چي، شټاين ماير په راتلونکو انتخاباتو کي د لومړي وزير چوکۍ ته کانديد سي، د هغه پخپله خوښه وکړه.

دSPD لوړپوړي مشران نن غونډه کوي چي د انتخاباتو لپاره پر يوې ستراتيژۍ موافقه وکړي.

دغه ګوند چي په اوسني وخت کي په عامه نظر پوښتنو کي د ټيټ ملاتړ څخه برخه من دی، د خپلي راتلونکي تګ لاري په هکله سره ژور اختلاف لري. د سوسيال ډيموکراټ د ګوند مشر، کورت بيک، زيات محبوبيت نه لري، دا په دې وجه چي ګواکي هغه خپل ګوند ته اجازه ورکړه چي د آلمان په يوه ايالت، هسن، کي د يو کيڼ اړخي ګوند په ملاتړ له محافظه پال ګوند مسيحي ډيموکراټCSU څخه قدرت ونيسي.

تحليلونکي وايي چي د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند د لومړۍ وزيري، انګيلا مرکل د مسيحي ډيموکراټ او د آلمان د کين اړخو ګوند تر مينځ تر فشار لاندي نيول سوي. کيڼ اړخي ګوند په برياليتوب سره د سوسيال ډيموکراټ د ګوند هغه غړي او پلويان راخپل کړي دي چي د پخواني لومړي وزير ګيرهارد شرويدر، له اصلاحاتو څخه ناخوښ او نا هيلي سوي دي. شرويدر، هم د سوسيال ډيموکراټ د ګوند څخه دی.

دکيڼ اړخي ګوند سره همکاري د سوسيال ډيموکراټ دګوند په دننه کي يو ستره لانجه او د اختلاف لامل ده.

د جرمني په پارلمان کي د دواړو چپو ګوندونو استازي ګيزي او لفانتين
د جرمني په پارلمان کي د دواړو چپو ګوندونو استازي ګيزي او لفانتينانځور: picture-alliance/ dpa

د کيڼ اړخي ګوند مشري د سوسيال ډيموکراټ د ګوند يو پخوانی مشر اوسکار لفانتين، کوي، د سوسيال ډيموکراټ ګوند ډيرغړي هغه ته په ښه سترګه نه ګوري آن دا چي خپل پخواني ګوند ته يې خايين بولي.

په راتلونکو انتخاباتو کي د لومړي وزارت مقام ته د سوسيال ډيموکراټ د ګوند کانديد فرانک والټر شټاين ماير هم د کيڼ اړخي ګوند سره د همکارۍ پلوی نه دﺉ.

هغه بالمقابل د پخواني لومړي وزير شرويدر، د اصلاحاتو دفاع کوي. څارونکي په دې نظر دي، چي د بهرنيو چارو وزير، شټاين ماير،که څه هم په سياست کي پوه او شهرت لري، خو د انتخاباتي مبارزې د تجربې څخه بې برخي دی.