1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاینر د افغانستان د مدني ټولنې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

۱۳۹۰ آذر ۱۱, جمعه

د افغانستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي، میشایل شټاینر، د افغانستان د مدني ټولنې د استازو غونډي ته نن «جمعه» وویل چې د افغانستان تیر وخت به بیا تکرار نه شي او نړیواله ټولنه به له دغه هیواد څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/13LiD
انځور: DW

شټاینر د افغانستان د مدني ټولنې د غړو غونډي ته په خپله وینا کي د هغوئ ځينو اندیښنو ته ځواب ورکړ. هغه وویل دا چي افغانستان اوس مدني ټولنه لري د دغه هیواد یوه لویه لاس ته راوړنه ده.

شټاینر زیاته کړه چې نړیواله ټولنه به د افغانستان په هکله د بن په را روان کنفرانس کې له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د لسو کلونو له پاره خپل ملاتړ اعلان کړي.

هغه یو وار بیا پر دې خبره ټینګار وکړ، چي پخوانۍ اشتباه به یو وار بیا تکرار نه شي او افغانستان به یوازي پرې نه ښوول شي. خو هغه وویل چي د ۲۰۱۴ کال وروسته نړیواله ټولنه قانع کوونکو دلایلو ته اړتیا لري ترڅو خپل پارلمانونو او خلکو ته ووایي چې ولي د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د شټاینر په خبره که نړیواله ټولنه له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي دغه هیواد هم باید خپلي ‌دندي په سمه توګه پر مخ بوزي. هغه په مشخصه توګه وویل، چي د افغانستان حکومت باید د حکومتوالۍ په برخه کي اصلاحات راولي، د خلکو غوښتونو ته ځواب ورکړي او دا چي افغانان هم باید په دغه بهیر کي د خپل حکومت سره مرستي وکړي.

د افغانستان مدني ټولنه، ښځي او د حکومت مخالفین اندیښنه لري، چي د بن په کنفرانس کي به د سولي له پاره داسي يو بهیر تصویب شي چي په تیرو لسو کلونو کي به د افغانستان لاس ته راوړني د ګواښ سره مخامخ کړي.

خو میشایل شټاینر وویل، چي د بن په کنفرانس کي به د طالبانو سره خبري اتري د بحث اصلي موضوع نه وي. د هغه په وینا د افغانستان د سولي بهیر له دغه هیواد څخه دباندي د اجرا کیدو وړ نه دئ، او په دغه برخه کې هر ګام باید د افغانستان د حکومت لخوا رهبري شي.

شټاینر وویل، چي په افغانستان کي د سولي بهیر باید د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره پلی شي. شټاینر طالبانو سره د سولې اصلي شرطونه د نړیوال تروریزم سره د هغوئ د اړیکو پرې کیدل او د تاوتریخوالې څخه لاس اخیستل په ګوته کړل.

هغه وویل چې په افغانستان کې د سولي داسي یو بهیر چي پکښي ورستۍ لاس ته راوړني د ګواښ سره مخامخ شي نړيوالي ټولني ته د منلو نه دی.

مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل