1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپيګل: آلمان د رد شوو افغان مهاجرو پرواز لغو کړ

۱۳۹۶ تیر ۳, شنبه

د شپيګل مجلې د رپوټ له مخې، د آلمان حکومت کابل ته د رد شوو افغان مهاجرو هغه پرواز لغوه کړی دی چې په پام کې وو د چهارشنبې په ورځ دوی کابل ته ولیږل شي.

https://p.dw.com/p/2fKGl
Abschiebung von Flüchtlingen in München
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

شپيګل مجلې د شنبې ورځې په خپل يوه رپوټ کې د آلمان د حکومتي چارواکو په حواله ليکلي دي چې، په کابل ښار کې د څو اونیو مخکې ترسره شوي ترهګریز برید وروسته، اوس د آلمان سفارت نشي کولای هغو مهاجرو ته چې تازه له آلمان څخه افغانستان ته لیږل کیږي، په کافي اندازه رسيدګي وکړي.له دې برید وروسته، تقریبا ټول آلماني ديپلوماتان له افغانستان څخه وتلي وو.

د شپيګل مجلې د رپوټ په حواله په پام کې وه چې د رد شويو افغان مهاجرو يو پرواز د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د آلمان له لايپزیګ ښار څخه کابل ته ترسره شي. دغه مجله همدا راز د حکومت له قوله ليکي چې آلمان په عين وخت کې د رد شويو افغان مهاجرو پر اخراج ټيڼګار لري.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د احتمالي نیوکو او د اخراج په لړۍ کې د خنډونو د مخنیوي له پاره، حالاتو ته په کتو پر دا ډول پروازونو ټيڼګار نه کوي.

Afghanistan | beschädigte deutsche Botschaft in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

 چارواکي دا انديښنه هم لري چې په دې ترڅ کې به رد شوي مهاجر ځانونه پټ کړي.

د آلمان فدرالي ادارې تر اوسه استدلال کړی دی چې رد شوي افغان مهاجر کولای شي د افغانستان په خوندي سيمو کې ژوند وکړي.

د مې مياشتې په ورستيو کې په کابل کې د آلمان سفارت ته نژدې يوه ستره بمي چاودنه رامنځته شوه چې له امله یې تر ۱۵۰ ډیر کسان ووژل شول. تر دې پيښې وروسته آلمان پریکړه وکړه چې د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ په موقتي توګه ودروي.

هغه افغان مهاجر چې په آلمان کې جرم ترسره کړي، یا د دې هیواد امنیت ته خطر وګڼل شي او یا هم چارواکو ته د خپل هويت په هکله غلط معلومات ورکړي؛ په موقتي ځنډ کې نه راځي او سمدلاسه له آلمان څخه اخراجیږي.

په پام کې ده چې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه يوه نوې ارزونه ترسره کړي. په ورته وخت کې له مودو راهيسې د افغانستان د بد امنيتي وضعيت له امله په آلمان کې د رد شوو افغان مهاجرینو د اخراج پر موضوع نیوکې کیږي.