1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپږ کاله وروسته برتانيې په عراق کي خپل جنګ پايته ورسوۍ

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۱, جمعه

دعراق جګړه يوه سخته اواوږده جګړه وه ، اوبرتانيې دډيرو قربانيانو په ورکولو او مالي تاوانو په زغمولو سره د هغه قيمت تحويل کړی دی ...

https://p.dw.com/p/HiI8
برتانوي پوځونه د عراق څخه د وتلو په حال کښي
برتانوي پوځونه د عراق څخه د وتلو په حال کښيانځور: AP

د عراق د جګړې د پيل څخه شپږ کاله وروسته په رسمي ډول د برطانيې پوځيانو نور خپل پوځي عمليات ودرول ، او خپل ځای يې د عراق په بصره کې امريکايي پوځيانو ته وسپارۍ . دا کار په اصل کې د خپل وخت څخه يوه مياشت دمخه تر سره سو .

په عين حال کي د برطانيې او عراق صدراعظمانو په لندن کې د ملګرتوب اوګډي همکارۍ يو تړون هم لاسليک کړ ۍ . دبر طانيې صدراعظم ګوردون براون وايي چه، « موږ نن په يوه لمړي قدم اخيستلو پيل کوو ، او داددې د پاره چې زموږ ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي محکمي سي . ال ماليکي په عراق کې هڅه کوي چې يو نوی رول ددغه هيواد دپاره رامنځته کړي . د برطانيې لمړي وزير هيله څرګنده کړې ده چه په راتلونکې کې به بر طانوي پوځيان د عراق د تيلو د ځايونو په حفاظت او د عراق د امنيتي ځواکونو په تربيه کې و مهم رول ادا کړي . د همدي کبله د برطانيې صدراعظم په لندن کې 250 شرکتونه راجمعه کړي وه چې دعراق د حکومت سره د اړيکو په ټينګولو کې او د نوي پانګي اچوني په اړه خبري اتري پيل کړي .

په عين حال کي د بي بي سي د لاري څخه په بصره کې د برطانوي پوځيانو د خدای په امانۍ مراسم خپريدل ، په کومو کې چې د برطانيي د شلمي مسلحي ليوا بيرغ په راکښته کيدو کې ؤ . د برطانيي د 179 پوځيانو دمړيني د خبر لوستل ، او د نورو ملکي کسانو سره يو ځای د 234 مړينه ، د ټولو د پاره يوه لويه غميزه وه ، چې دډيرو برتانويانوله نظره هغه يوازي د برطانيي د سياست دپاره نه بلکه د پوځيانو دپاره هم يوه لويه بدبختي وه . تردې وروسته برطانوي پوځيان دا هيله څرګندوي چه هر څه بايد په عراق د امريکايانو څخه په ښه صورت تر سره کړي ، ځکه چې برطانويان د ياغيانو او خاصتأ په ايرلينډ کې د مقاومت کونکو سره پوره تجربه لري .

برطانوي پوځيان به کوښښ کوي چې ، په نرمه د عراقيانو سره رفتار وکړي . په اصل کې په کال 2006 ميلادي کې دعراقيانو د مليشې او برطانوي پوځونو ترمنځ پوره جګړې وسوي ، او برطانوي پوځيانو په اخره کې خپلو پوځي ځايونو ته واپس سوه ، چې بلاخره عراقي پوځيانو بيا يوڅه اندازه ارامي رامنځ ته کړه . پدې هکله د برطانيې د دفاع وزير وايې، « دغه جګړه يوه سخته اواوږده جګړه وه ،او موږ ددغي جګړې دپاره خپل قيمت تحويل کړۍ »

د Independant په نامه آزاده ورځپاڼه چه د اوله سره يې د عراق جنګ رد کړی دی ،وايی چه د وژل سوو کسانو او ټپيانو تر څنګ 8 ميليارده پونډه خساره هم رامنځته سوه،چه دغه ټول د پخواني صدراعظم ټوني بلير لخوا د جنګ ددوام مفکوره وه ، او يوه لويه تراژيدي وه .

د عراق او برتانيې د جنګ تاريخ به هغه وخت وليکل سي،چه که د برتانيې کابينه ددغه جنګ د ټولو پيښو په باب د معلوماتو نشرولو ته اجازه ورکي .

Wesel/ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري