1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپیته سلنه آلمانيان د مهاجرو د سرحد تعينیدل غواړي

آژانسونه/ ص.ک۱۳۹۵ شهریور ۲۷, شنبه

شپیته سلنه آلمانیان غواړي چې حکومت د تازه واردېدونکو مهاجرو له پاره په کال کې د یوې مشخصي شميرې سرحد وټاکي. تر دې مخکې ځينو سياسي ګوندونو هم دغه غوښتنه کړې وه خو د صدراعظمې میرکل له خوا رد شوې وه.

https://p.dw.com/p/1K4A6
Deutschland Flüchtlinge bei Wegscheid
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

په آلمان کې یوه تازه نظر سنجي چې د جمعې په ورځ د «فوکس مجلې» خپره کړې ښيي چې د دغه هيواد ۶۰ سلنه اوسيدونکي، آلمان ته د داخليدونکو مهاجرو د شميرې په باب، د یوه مشخص سرحد د تعينولو غوښتونکي دي. په دې اساس ۳۵ سلنه نور ځواب ورکونکي بیا له دغه نظر سره مخالف دي.

د نظرسنجۍ اکثره ګډونوال

د دغې نظرسنجۍ ۸۱ سلنه ګډونوالو خپل ځانونه د افراطي ښي اړخې ګوند «د آلمان له پاره بدیل» له پلويانو څخه ښودلي دي. دغه ګوند تل په آلمان کې د مهاجرو له شتون سره مخالفت ښکاره کړی دی او دې ته لیواله دی چې د مهاجرو د شمير له پاره دې په کال کې یو مشخص حد تعين شي. دغه راز د انګلا میرکل په مشرۍ د مسيحي دموکرات ګوند ۶۴ سلنه پلویانو هم له دغه نظر څخه خپل ملاتړ ښوولی دی.

د آزاد دموکرات ګوند ۵۷ سلنه پلویان، د آلمان د ګين اړخ حزب ۵۴ سلنه او د سوسيال دموکرات ګوند ۵۲ سلنه پلویان هم د مهاجرو له پاره د یوې مشخصې شمیرې د ټاکلو غوښتونکي دي. خو د آلمان د زرغون ګوند پلویان بیا برخلاف له هغو کسانو له ډلې څخه دي چې د مهاجرو له پاره د یوې محدودې او مشخصې شميرې له تعينولو سره سخت مخالف دي.

مهاجرت او روان بحثونه

په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته د بې سارې مهاجرو راتلو ته په کتو سره، اوس په دغه هیواد کې پر دې بحثونه کيږي چې څرنګه د تازه راتلونکو مهاجرو په شميره کې کموالی راوستل شي. تير کال له يو ميليون څخه زياتو مهاجر آلمان ته راغلل.

د بايرن مسيحي سوسيال ګوند (سي. اس. يو)، په بايرن ایالات کې د میرکل په مشرۍ د مسيحي دموکرات ګوند له ائتلاف کوونکو څخه یو دی. دغه ګوند تل د مهاجرو پر مخ د صدراعظمې میرکل د خلاصو دروازو پر سياست نيوکې کړې دي. د بايرن ایالت لومړی وزير چې د (سي. اس. یو) مشري هم پرغاړه لري، تر دې مخکې ويلي وو چې آلمان کې دې د تازه مهاجرو شميره په هر کال کې له ۲۰۰ زرو څخه پورته نه شي. خو دغه غوښتنه تل د صدراعظمې میرکل له خوا رد شوې ده. زيهوفر د جمعې په ورځ د «شپيګل» مجلې سره په مرکه کې وویل چې دغه شميره به لوړه نه شي او بدلون به هم په کې رانه شي. هغه وويل چې دغه موضوع يې د حزب له پاره« يوه ساده، روښانه او اعتباري موضوع» ده.

د شمير تعينول د حل لار نه ده

خو د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير، د جمعې په ورځ وویل چې په کال کې د مهاجرو د شمير حد تعينول، نه شي کولای د مهاجرت کړکيچ قابو کړي. د هغه په خبره دغه اقدام به بر خلاف د مهاجرو یو «جذب کوونکی تاثير» له ځانه سره ولري.

ديميزير چې د آلمان په ايسين ښار کې یې خبرې کولې له اروپايي اتحاديې څخه وغوښتل چې د دغې اتحادېې په غړو هیوادونو کې د مهاجرو د عادلانه تقسيم له پاره دې یوه جامع طرح جوړه کړي.

ښه مدیريت

د آلمان د کورنيو چارو وزير هغه ادعاوي هم رد کړې چې ګواکې په ۲۰۱۵ کال کې آلمان ته د مهاجرو د داخليدو پر وخت کنترول شتون نه لاره. خو هغه وضاحت ورکړ چې په ځينو مواردو کې اړتيا ليدل کيده چې اقدامات ترسره شي.

هغه وويل چې د مهاجرو د دوسيو کار ته سرعت ورکول، یو له هغو مواردو څخه دی چې بايد زيات تمرکز ورباندې شوی وای. توماس ديميزير د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه چې آلمان وشو کړای د مهاجرت کړکيچ په ډیره ښه توګه مديريت کړي.