1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپیګل: مهاجر خپل آلماني اسناد د انترنيت له لارې پلوري

۱۳۹۷ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

آلمانۍ ورځپاڼې «شپيګل» خبر ورکوي چې مهاجر خپل د آلماني هويت اسناد د انترنيت له لارې پلوري. په دغو اسنادو کې پاسپورتونه، د بانک او د روغتيايي بيمې کارتونه ښودل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2wBut
Fokus Europa Deutschland Pässe
انځور: ZDF

د شپيګل مجلې په حواله، آلماني پوليسو په خپله يو محرمانه شننه کې په انترنيت کې د هويتي سندونو د خرڅلاو له تود بازار څخه خبرداری ورکړی دی. دغې مجلې د سه شنبې (د ۲۰۱۸م کال اپريل ۱۷مه) په ورځ رپوټ ورکړ چې «په ټولنيزو رسنيو کې په ځانګړي توګه د آلمان سفري اسناد د خرڅلاو له پاره ايښودل شوي دي.» دا ډول اسناد تر ډيره په هغو مهاجرو پورې اړه لري چې په آلمان کې منل شوي او په دغه هيواد کې د اوسيدو اقامې يې ترلاسه کړي دي.

چارواکو ويلي دي چې له ۲۰۱۶م کال راهيسې تر ټولو زيات د هغو سوريايي مهاجرو شمير ډير شوی چې په ترکيه کې يې د اروپايي هيوادونو سفارتونو ته د خپلو اسنادو د ورکيدو په اړه خبر ورکړی دی. خو داسې ښکاري چې «د دغو کسانو سندونه يا خرڅ شوي او يا د نورو کسانو په اختيار کې ورکړل شوي دي.» د دغو سندونو ترلاسه کوونکي چې تر ډيره سوريايان دي، کولای شي پرې په سادګۍ آلمان ته ځانونه ورسوي.

د کومو هيوادونو اسناد ډیر خرڅ شوي دي؟

پوليس وايي چې تر ټولو زيات د دغه شان سندونو خريد و فروش په يونان کې کیږي. مهاجر کولای شي د دغو اسنادو په لرلو سره پر پولو د کنترول پرته تير، او په الوتکو کې ستاکهولم، فرانکفورت او يا هم د امستردام په څير ښارونو ته پرواز وکړي.

Symbolbild Kriminaltechnik - Spurensicherung
د آلمان جنايي پوليس: په لږو مواردو کې شکمن تروريستان د نورو پر اسنادو آلمان ته داخل شوي دي.انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې فدرالي پوليسو په تير ميلادي کال کې ۵۵۴ داسې پيښې ثبت کړي دي چې په هغو کې اصلي پاسپورتونه، آلمان ته د غير قانوني سفرونو په موخه کارول شوي دي. په دې ډله کې په سر کې۱۰۰ آلماني سندونه، ۹۹ ايتالوي او ۵۲ فرانسوي سندونه ول. تر دې وروسته بيا د سويدن، يونان او بلجيم هيوادونو سندونه په ترتيب سره کارول شوي دي. دا ډول پيښې په ۲۰۱۶م کال کې ۴۶۰ مورده ښودل شوي دي.

تروريستې موخې او غبرګونونه

په ډيرو لږو مواردو کې د آلمان جنايي پوليسو اطلاعات ترلاسه کړي دي چې شکمنو تروريستانو د نورو مهاجرو په اسنادو آلمان ته ننوتلو له پاره کار اخيستی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وينا، تر ټولو زيات هغه سوريايان او عراقيان چې له تروريستي سازمانونو سره يې اړيکې درلودې او یا هغه کسان ول چې د جګړې له پاره ېې د جهاديانو تر څنګ سفرونه کړي دي، بيرته آلمان ته راګرځيدلي دي.

د آلمان د مسيحي ديموکرات گوند د کورني سياست مسئول آرمين شوستر په دې اړه سخت غبرګون ښکاره کړی دی. هغه د هغو کسانو پر وړاندې چې د هويت اسنادو په خريد او فروش لاس پورې کوې، د لا سختو تحريمونو غوښتنه کړې ده. شوستر شپيګل مجلې ته ويلي دي: «هر مهاجر چې د آلماني اسنادو او پاسپورت په خرڅلاو کې لاس لاري، بايد د اقامې حق ورڅخه واخيستل شي».

دغه آلماني سياستوال زياته کړه ده چې په دا ډول مواردو کې بايد «له عاجل اخراج څخه کار واخيستل شي.

ah/af (AFP)

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!