1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپېگل: د وسله والو طالبانو د ملکي کولو پروسه څنگه سوه؟

۱۳۹۰ آذر ۶, یکشنبه

يو کال کيږي چي په افغانستان کي د سولي د پروسې د يوې برخي په توګه د دولت د وسله والو مخالفينو د بې وسلې کولو او ملکي کولو بهير پيل شوی دئ. اوس د يوې آلماني ورځپاڼي په خبره ددې پروسې نتايج هسي نه دي لکه تمه چي يې کېده.

https://p.dw.com/p/13I58
«دا پروژه په ښه نيت جوړه شوې، خو نتايج يي قانع کوونکي نه دي.»
«دا پروژه په ښه نيت جوړه شوې، خو نتايج يي قانع کوونکي نه دي.»انځور: picture alliance/dpa/DW-Montage

د آلمان ديرشپيګل مجله د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزرات د يو رپوټ له مخي وايي، چي په افغانستان کي د حکومت د وسله والو مخالفينو د بې وسلې کولو، ملکي کولو او په ټولنه کي د هغو بيا ادغام يو پروګرام، بې خونده دئ.

د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت دغه رپوټ د فدرالي شورا د بودجې جرګه ګۍ ته وړاندي شوی دئ.

شپېګل د نوموړي رپوټ د معلوماتو له مخي وايي، چي په ټول افغانستان کي د« ريدکال اسلام پالو طالبانو ۲۰۰۰ غړي د بيا ادغام په پروسه کي د برخي اخيستو له پاره چمتو شوي دي.»

په رپوټ کي يادونه شوې، چي د «تسليم شوو وسله والو ياغيانو څخه يوازي ۱۷۰ تنو يې کار موندلی دئ، هغه هم د ماين پاکولو په يو پروګرام کي چي مالي لګښت يې المان په غاړه اخيستی دئ.»

د مجلې په رپوټ کي چي د آلمان خبري آژآنس،dpa نن خپور کړی دئ، راغلي دي چي د المان د بهرنيو چارو وزارت د هغو هڅو د ګړندي کولو غوښتنه کړې، چي د هغه پر اساس «ياغيان له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي او په ټولنه کي له نورو وګړو سره عادي ملکي ژوند پيل کړي.»

د بې وسلې کولو، ملکي کولو او په ټولنه کي بيا ادغام د پروګرام له پاره د پنځو کلونو په موخه ۵۰ ميليونه يورو بودجه ټاکل شوې ده. پر دغه پروګرام باندي د المان د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو نيوکي کړي دي.

د کيڼ اړخي ګوند د بودجوي چارو سياست وال، ميشايل لايترت وويل:«دا پروژه په ښه نيت جوړه شوې، خو نتايج يي قانع کوونکي نه دي.»

د نوموړي پروګرام له مخي که چيري افغان وسله وال مخالفين له زورزياتيو لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني، هغوئ ته به د کار او مسلکي زده کړو او په ټولنه کي د ملکي ژوند د برابرولو له پاره لاره اواره شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل