1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شکیل افریدي په دیرش کالو بند محکوم شو

۱۳۹۱ خرداد ۳, چهارشنبه

ډاكټر شكيل افريدي په دېرشو كالونو بند او د ۳۲۰ زرو روپيو جرماني په ورکولو محکوم کړ. پر هغه باندې د غداري کولو تور لگول شوی دئ.

https://p.dw.com/p/1519p
انځور: picture-alliance/dpa

پر ډاكتر شكيل افريدي باندې متحده ایالاتو ته د جاسوسي کولو تور لگول شوی دئ. پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د ډاکتر شکیل افریدي ټول بانکي حسابونه هم کنگل شوي دي.

ډاکټر شکيل افريدي د پاکستان په ایبټ اباد کې ژوند کاوه. امریکايي ځواکونو تیر کال په همدې سیمه کې د القاعدي د ډلې مشر اسامه بن لادن، وواژه.

امریکا د اسامه بن لادن د وژلو د عملیاتو په اړه پاکستان ته خبر نه وو ورکړی. پاکستاني چارواکي د دې عملیاتو تر ختمیدو وروسته له موضوع څخه خبر شول. کله چې امریکايي ځواکونو اسامه بن لادن وواژه او د هغه مړۍ ئې له ځان سره یووړ، د پاکستان استخبارتي سازمان سیمې ته راورسید او پلټنې ئې پیل کړي. د پاکستان استخباراتي ادارې تر پلټنو وروسته ډاکټر شکیل د غداري په تور ونیوه.

د پاکستان استخباراتي اداره پر ډاکتر شکیل افریدي باندې تور لگوي چې د واكسين په پلمه ئې د اسامه بن لادن د کور د اوسیدونکو DNA تر لاسه کرې ده او هغه ئې متحده ایالاتو ته ورکړې ده.

ویل کیږي چې امریکا بیا د همدې DNA په مرسته په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن شتون تثبیت کړی دئ. امریکایي چارواکو هم منلې ده چې ډاکټر شکیل له دوی سره د اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کړې وه.

د امريکا د متحده ایالاتو د دفاع وزير ليون پنیتا، هم د ډاکتر شکیل د امنیت په اړه اندیښنه څرکنده کړې ده. هغه هم منلې ده چې دغه ډاکټر له امریکا سره د اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کړې وه.

حبیب تأثیر/ پیښور
کتونکی: مسعود جهش