1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صادق خان د لندن ښاروال وټاکل شو

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۸, شنبه

د وروستيو رايو تر شمېرنې مخکې لا صادق خان ته مبارکۍ رسېدلې. اوس رسمي شوې ده چې د کارګر ګوند غړی د لندن لومړنی مسلمان ښاروال ټاکل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1IjW3
London Bürgermeister Sadiq Khan
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Wigglesworth

په ټوله نړۍ کې سياستوالو د لندن لومړني مسلمان ښاروال، صادق خان، ته مبارکي ويلې ده. د وروستيو رايو تر شمېرل کېدو مخکې لا د پاريس ښاروالې، انه هيدالګو، د فرانسې صدراعظم، مانوېل والس او د نيو يارک ښاروال، بيل دې بلاسيو، ورته لا له وړاندې مبارکۍ ورکړې وې.

د «لېبر» يا کارګر ګوند مشر، جېرېمي کوربين، ۴۵ کلن صادق خان ته هم د رسمي پايلو تر اعلانېدو مخکې د بريا له پاره مبارکي ورکړې وه. نوموړي د تويتر د لارې وليکل: «تبريک دې وي. دې ته سترګې په لار يم چې له تا سره يو ځای په لندن کې لا زيات عدل او انصاف راولو.»

د لومړنيو رايو تر شمېرنې مخکې لا خان د «توريس» ګوند پورې مربوط له خپل محافظه کار سيال، زېک ګولدسميت، څخه تقريبا لس سلنه مخکې وو. د شپې له خوا د خان بريا په وروستۍ شمېرنې سره تائيد شوه.

خان د لندن د خلکو مخکښ کانديد وو

په دغو انتخاباتو کې د محافظه کار ښاروال، بوريس جونسن، له پاره ځای ناستی ټاکل کېده. ويل کيږي چې جونسن ښايي وغواړي صدراعظم وټاکل شي چې له دې کبله هغه د اتو کالو دندې وروسته بيا ټاکنو ته نه وو درېدلی. خان د اصلي مخکښ کانديد په توګه ټاکنو ته درېدلی وو. د ده په بريا سره د بريتانيې کارګر ګوند يو ځل بيا په پلازمېنه لندن کې قدرت ته ورسېد.

پاکستاني الاصله حقوقپوه

د پاکستاني کډوالو زوی، صادق خان، له اوو ورونو او خويندو سره يو ځای د لندن په سويل کې لوی شوی دی. د ده پلار د سرويس بس چلونکی او مور يې ګنډونکې ده. صادق خان حقوق ولوستل او د بشري حقونو مدافع وکيل جوړ شو.

په ۲۰۰۵ کال کې خلکو دی په خپله ناحيه کې په مستقيمو رايو سره د ولس د استازي په توګه وټاکه. د صدراعظم، ګوردن براون، لاندې نوموړی د ترافيکو وزير جوړ شو. د بکينګهام په ماڼۍ کې د محرمې شورا په اړينه لوړه کې خان په انجيل باندې نه، بلکې په قران شريف باندې قسم وخوړ.

د لندن ټاکنې، د کارګر ګوند د مشر له پاره ازمايښتي بڼه لري

نه يوازې په لندن کې، بلکې په ټوله لويه بريتانيا کې په ميليونو خلکو د پنجشنبې په ورځ نوي سيمه يز پارلمانونه او نوي ښاروالان ټاکلي ول. دغه ټاکنې د کارګر ګوند د نوي مشر، کوربين، له پاره ازمايښت هم بلل کيږي چې د پروسږ کال په دوبي کې ايله د ګوند مشر ټاکل شوی وو. د بريتانيې کارګر ګوند د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کال په پرتله رايې له لاسه ورکړې، خو بيا هم د تمې خلاف هغه هومره ډېرې رايې نه وې.

په سکاتلنډ کې د ملتپالو بريا

په وېلس کې يو ځل بيا کارګر ګوند تر ټولو زياتې رايې يوړلې. خو د يوکيپ په نوم د اروپايي ټولنې ضد ګوند هم چوکۍ وګټلې او په لومړي ځل يې پارلمان ته لاره ومونده. په سکاتلنډ کې د کارګر ګوند رايې خورا کمې وې، چې محافظه کار ګوند ورڅخه مخکې شو. محافظه کار ګوند، د کيڼ اړخي سکاتلنډي ملي ګوند وروسته دوهم ځای خپل کړ.