1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صادق زیبا کلام د بیان د آزادۍ جایزې ګټونکی شو

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبه

له دویچه ویله سره د یوې مرکې له کبله د ایران د سیاسي چارو کارپوه صادق زیبا کلام د بند له ګواښ سره مخامخ دی. د ایران پر حکومت د انتقاد کولو د جرأت له کبله هغه ته د ۲۰۱۸م کال د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/2x5Qq
Iran Sadeq Zibakalam, Politikwissenschafter
انځور: Imago/Xinhua

صادق زیبا کلام له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «زه فکر کوم زما جرم دا دی چې له دویچه ویله سره مې په مرکه هغه نظر څرګند کړی دی چې د حکومت د نظر مخالف دی.» هغه زیاتوي: «کله چې حکومت وایي چې ناکرارۍ د ایران د مخالفینو له لوري تنظیم شوي، نو حکومت دا انتظار لري چې هر څوک دغه نظر باید تعقیب او تکرار کړي.»

زیبا کلام د ټولنیز بندیز له خطر سره هم مخامخ دی

صادق زیبا کلام دا کار نه دی کړی. د روان کال په جنورۍ میاشتې کې د ایران نوموموتي د سیاسي چارو کارپوه د دویچه ویله له فارسي څانګې سره په یوه مرکه کې هغه مهال په ایران کې د رامنځ ته شوو احتجاجونو په هکله نظر څرګند کړ. هغه مهال په لسګونو زره ایرانیان سړکونو ته راووتل، څو د حکومت پر اقتصادي سیاست او د ټول سیاسي نظام پر وړاندې احتجاج وکړي. زیبا کلام احتجاج کوونکو ته تفاهم وښود او د حکومت ادعاوې یې رد کړې. هغه له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې ویل:  «ما ویلي وو چې لاریونونه د ایران د ولس له لوري تنظیم شوي او پر مخ وړل شوي وو. پر هغوی له ایران څخه د باندې چا نفوذ نه لاره. هیڅ بهرنی قوت ښکیل نه وو.»

د دې څرګندونو له کبله دغه ۶۹ کلن اوس د ۱۸ میاشتني بند له ګواښ سره مخامخ دی. په مارچ میاشت کې د ایران انقلابي محکمې په دې هکله پریکړه وکړه. که چیرې دغه حکم تائید شي نو د سیاسي چارو دغه کارپوه به نه یوازې زندان ته ولاړ شي، بلکې له دوه کلن «ټولنیز» بند سره مخامخ کیږي. دا په دې معنی چې هغه به اجازه نه لري له چا سره کومه مرکه وکړي او یا هم کومه مقاله خپره کړي. پر دې سربیره به هغه دوه کاله په ټولنیزو رسنیو کې د فعالیت اجازه هم و نه لري. زیبا کلام د دغه حکم پر ضد د تمیز محکمې ته تللی خو لا تر اوسې په دې هکله پریکړه نه ده شوې.

Iran, Teheran, Protest
تر ټولو زیات ځوانان ایرانیان د ۲۰۱۷م کال په پای او د ۲۰۱۸م کال کې په پیل کې سړکونو ته د احتجاج له پاره راوتلي ووانځور: Getty Images

دا چې تر هغه وخت چوپتیا غوره کړي او یا هم چیرې ځان پټ کړي، داسې بریښي چې د زیبا کلام له پاره کوم انتخاب نه دی. د زندان ګواښ د سیاسي چارو کارپوه له دې څخه نه دی راګرځولی چې روزمره په ټویټر او فیسبوک فعاله نه اوسي او خپل انتقادي نظر څرګند نه کړي. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «که چیري قضا ما ته ووایي: پروفیسر زیبا کلام، تاسو نور د مرکو د تر سره کولو اجازه نه لرئ نو زه به یي اطاعت وکړم. خو دا کار هغوی نه دی کړی. نو له دې کبله زه تر هغه وخته انتظار کوم چې د تمیز محکمه خپله پریکړه وکړي.»

د حکومت منتقد

د ایران قضا زیبا کلام د مکرر سرغړونکي په توګه انګیري. د تهران د پوهنتون دغه پروفیسر د ایران د پیژندل شوو روڼ آندې او سیاسي چارو کارپوه په توګه پیژندل کیږي. زیبا کلام د ولسمشر حسن روحاني د اصلاح غوښتونکو اړخ ته نزدې ګڼل کیږي. هغه له سخت دریځو سره د سختو بحثونو له کبله شهرت لري. په دغو بحثونو کې هغه د حکومت پر داخلي او بهرنیو سیاستونو علني نیوکې کړي دي. په ۲۰۱۴م کال کې هغه ویلي ول چې اسرائیل د یوه دولت په توګه وپيژندل شي، ځکه ملګرو ملتونو هم دغه کار کړی دی.

زیبا کلام د بریتانيا د برادفورد پوهنتون کې د سیاسي علومو په برخه کې لوړې زده کړې کړي دي. هغه خپله دوکتورا «د اسلامي انقلاب او د لویدیځ سیاست» پر موضوع لیکلې ده. زیبا کلام په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال چې کله په ۱۹۷۴م کال خپل وطن ته راوګرځید د شاه د استخباراتو له لوري د دولت پر ضد د ورانکارۍ او پروپاګند په تور ونیول شو. تر اسلامي انقلاب وروسته د اتیایمي لسیزي په لومړیو کې هغه بیرته ایران ته ستون شو. څو کاله وروسته هغه د تهران په پوهنتون کې خپل فعالیت پیل کړ. په ۲۰۰۰م کال کې هغه د ایران په پارلماني ټاکنو کې ځان له زنجان څخه خپله کاندیداتوري اعلان کړه. خو د ایران شورا نګهبان دغه نوماندي بې اعتباره اعلان کړه.

«خاموشه نه پاتیږم»

روانه محاکمه د زیبا کلام له پاره لومړنۍ محاکمه نه ده. د ایران پر اتومي پروګرام باندې د انتقاد له کبله هغه په ۲۰۱۴م کال کې د ۱۸ میاشتو په بند محکوم شوی وو. خو هغه زندان ته نه ولاړ او د بیا کتنې په پروسه کې دغه جزا په نغدي جریمه بدله شوه.

زیبا کلام پر حکومت باندې د انتقاد کولو له عواقبو خبر دی. خو هغه وایي چې تر هغه وخته چې حکومت پرې بندیز نه وي لګولی خپل نظر څرګندولو ته به ادامه ورکړي. هغه زیاتوي: «که غوښتل مې تصمیم ونیسم نور خپل نظر نه څرګندوم، دا کار به مې درې کاله تر مخه کړی وای، هغه وخت چې پر اتومي پروګرام باندې د انتقاد له پاره جزا راکړل شوه.»

د ایران پر حکومت د مکرر انتقاد د جرأت له کبله، د ۲۰۱۸م کال د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزې ورکول کیږي. د دویچه ویله عمومي رئیس پیتر لیمبورګ ویلي دي: «د دې جایزې موخه په ایران کې د ملکي ټولنې تشویقول او په عین وخت کې د حکومت د دې پریکړې باندې انتقاد کول دي چې زیبا کلام د خپلو څرګندولو له کبله تعقبیږي.»

زیبا کلام ویلي دي چې هغه ډیر ویاړي. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي: «زه فکر کوم چې ډیر ایراني نارينه او ښځې شته چې د بیان د آزادۍ د حق تر لاسه کولو له پاره یې تر ما ډیر څه ګاللي. په سلونو نور ایرانیان چې د دې جایزي د تر لاسه کولو وړتیا لري.»

کلاین راهل