1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صديقي: په تگاب کي د طالبانو لوی قوماندان وژل سوي

dpa,afp۱۳۹۳ دی ۲۵, پنجشنبه

افغان امنيتي چارواکي وايي، چي د دغه هيواد په شمال ختيځ کي ئې د وسله والو طالبانو يو لوی قوماندان له څلورو نورو جنگياليو سره وژلی دئ.

https://p.dw.com/p/1EKm1
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۱۵مه) په خپل تويتر کي ليکلي دي:

«د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کي، د طالبانو له خوا د کاپيسا ولايت له پاره نومول سوی مرستيال والي مولوي شفق وژل سوی دئ.»

زياته سوې ده چي له دغه مرستيال والي سره څلور کسه نور جنگيالي هم وژل سوي دي.

صديقي ويلي دي، چي دغه عمليات د چهارشنبې په ماښام په تگاب ولسوالۍ کي تر سره سوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د دفاع وزارت بيا ويلي دي چي په کندهار، او بدخشان ولايتونو کي څلور تنه نور وسله وال جنگيالي وژل سوي او په کابل کي ئې درې تنه نيولي دي.

دغه راز په يوه بله پيښه کي بيا درې تنه افغان عسکر هغه مهال وژل سوي دي، چي موټر ئې په عملياتو کي پر يوه ښخ سوي ماين باندي ختلي دئ.

له هغه وروسته (د جنورۍ مياشتي لومړۍ نېټه) چي په افغانستان کي ټول امنیتي مسئوليت افغان امنيتي ځواک ته سپارل سوی دئ، په دغه هيواد کي امنيتي پيښي ډيري سوي دي.

اوس هم په افغانستان کي نزدې ۱۳۰۰۰ دباندني عسکر چي ډېر ئې امريکايان دي پاته دي. د هغوی دنده د افغان امنيتي ځواک روزنه او سلا مشروې ورکول دي.