1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صلاح الدین رباني پاکستان ته خپل سفر لغو کړ

۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15mD1

د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین ربانی، له طالبانو سره د سولې د پروسې په اړه د خبرو اترو له پاره د چهار شنبې په ورځ، پاکستان ته خپل پلان شوی سفر لغو کړ.

په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت ویاند زردشت شمس، ویلي دي چې رباني دغه هیواد ته خپل سفر لغو کړی دئ خو د هغه د دلیل په اړه ئې څه نه دي ویلي. صلاح الدین ربانی د خپل پلار برهان الدین رباني، تر وژل کیدو وروسته د هغه د ځای ناستي په توگه وټاکل شو.
 
رباني ته د پاکستان د صدراعظم راجا پرویز اشرف له خوا دې هیواد ته د سفر بلنه ورکړل سوې وه. د  پاکستان صدراعظم د جولای په میاشت کې له کابل څخه لیدنه کړې وه.