1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صنعت کاران: په زرونو کاري فرصتونه رامنځ ته کوو

ميرويس جلالزی۱۳۹۲ آبان ۱۵, چهارشنبه

د افغانستان صنعت کاران وایي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وزي او نړیوالي مرستي کمیږي دوی به وکړای شي په زرهاوو ځووانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

https://p.dw.com/p/1AD1q
انځور: DW/Elham

د صنعت کارانو د ملي ټولني مشر عبدالجبار صافي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال نوومبر۶) له دویچه ویله سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل چي دمګړۍ یي ۲۲۰ زره کسانو ته د صنعت په سکتور کې کاري زمینه برابره کړې ده او دغه شمېر به تر ۲۰۱۴ کال وروسته نیم ميلیونو تنو ته لوړه شي.

صافی وایي د هند او تایوان یو شمیر پانګوال حاضر شوي دي چي د کاليو، بوټونو او دارو درملو په برخه کي خپلي فابریکي افغانستان ته را انتقال کړي.

صافی وايي صنعت کارانو په ۲۳ برخو کي چې پکښې خوراکي مواد، پلاستیکي محصولات، غیر الکولي مشروبات، جوس او فلزي لوښي شامل دي په ميلیونو ډالره پانګونه کړي ده.

د هغه په خبره د غیر الکولي مشروباتو او ځینو پلاستیکي شيانو په برخه کې افغانستان د ځان بسایني حد ته رسیدلی او حتی د افغانستان جوس د منځنۍ اسیا یو شمیر هيوادونو ته هم استول کیږي:

«اوس زموږ په صنعتي پارکونو کي۱۲۳۰ فابرکي په فعاليت بوختي دي چې ۲۲۰ زره کسان په دغو فابریکو کي کار کوي، ۲۳ عمده بخشونه دي چې موږ تر اوسه توانیدلي یو چې په دغه برخه کې کورنۍ اړتیاوي پوره کړو.»

څو ورځي مخکي په کابل کي صنعي نندارتون
څو ورځي مخکي په کابل کي صنعي نندارتونانځور: DW/H. Sirat

د افغانستان اقتصادي وده چې د طالبانو د حکومت له نسکوریدو راهيسي پيل شوې ده د دسیمي د هيوادونو سره د پرتلې وړ نه ده خو ښه والی پکښې ليدل کيږي.

د افغانستان په اقتصادي وده کې له نړیوالو مرستو، خدماتي برخې پرمختګ او زراعتي محصولاتو څخه د عمده فکتورنو په توګه یادونه کیږي. خو د صنعت وده په دغه برخه کې ډیره کمرنګي ښکاري. د کارپوهانو په خبره صنعت چې د یوه هیواد په اقتصاد کې مهم رول لري دلته یي هغسي رول نه دی تر سره کړی.

د صنعت کارانو په خبره نه یوازي دا چې په تیرو لسو کلونو کې هغوی ته کافي اسانتیاوي نه دي برابري شوي، بلکي د هغوی د فعاليتونو په مخ کي خنډونه جوړ شوي دي.

ښاغلی صافی له کورني پانګوالو چي له هيواد څخه دباندي د صنعت په برخه کې کار کوی غوښتنه وکړه چې خپل فعاليتونو په افغانستان کي پيل کړي، ځکه په خبره يې افغانستان په دغه برخه کې ښې منابعي لري او که استفاده ځني وشي نو ملي عواید به لوړ او په خپله صنعت کاران به هم ښه ګټه تر لاسه کړي.

افغانستان اوس نهه صنعتي پارکونه لري

په دغو پارکونو کې تر ډیره په څلورو برخو کي کار کیږي چې هغه د کانونو سپړل او ایستل، کارخانه يي صنایع، لکه پلاستیکي، کالي او شړۍ شامل دي او تر څنګ یې بریښنا او ساختمان سازي هم دوې هغه برخې دي چي په افغانستان کي کار ورباندي روان دی.

د افغانستان د نهو صنعتي پارکونو څخه دوه یې په کابل کې چې یو یې د څرخي پله اوبل یي د جمعه محمدي پارک نومیږي.
پاتي نور يې یو يو پارک په هرات، بلخ او کندز کي جوړ شوي دي، دوه په کندهار او درې په ننګرهار کي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب