ضیاالدین یوسفزی: پاکستان په خپلو امنیتي پالیسیو کې څرګند بدلون ته اړتیا لري

د نوبل جایزې د ګټونکې ملاله یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې د پاکستان د امنيتي تګلارو او د پښتنو په سیمه کې د جګړې ضد خوځښت په اړه خبرې کړې دي. #MUKALAMA

دويچه ويله: د خپل کتاب په اړه راته کيسه وکړئ چې «الوت ته یې پریږده» نوميږي او لږ وخت وړاندې مو خپور کړی دی.
ضياالدين يوسفزی: «الوت ته يې پرېږده» زما د کورنۍ په اړه يو کتاب دی. هغه د يوې داسې کورنۍ د بدلون کيسه ده چې پلارواکي او د نارينه وو واک پکې تل حاکم ول او هغه اوس په داسې يوې کورنۍ بدله شوې ده چې د جنسيت برابرۍ ته کار کوي. زه تل خلکو ته وايم چې سره له دې چې بې وزلي وو، خو موږ د ارزښتونو له مخې ډېر شتمن هم وو. تاسو کولای شئ په کتاب کې د دغو ارزښتونو او په موږ کې د راغلي بدلون په هکله ولولئ.

ضياالدين يوسفزي خپله لور تل هڅولې ده چې د نجونو د حقونو له پاره کمپاين وکړي.



دويچه ويله: وروسته له هغه چې طالب وسله والو په ۲۰۱۲م کال کې پر ملالي باندې بريد وکړ، ستاسو کورنۍ بريتانيا ته وکوچېدله. آيا غواړئ چې پاکستان ته بېرته ستانه شئ؟
ضياالدين يوسفزی: موږ پاکستان ته د تېرکال په مارچ مياشت کې سفر وکړ. هغه زموږ دپاره د هيجانۍ او احساساتو ډکه يوه شېبه وه. موږ غواړو چې پاکستان ته لا ډېر سفرونه وکړو. پاکستان زموږ کور دی او موږ غواړو په خپل وطن کې ژوند وکړو، ځکه چې موږ د هغه ځای يوو.

دويچه ويله: د ملالې بنسټ چې ستاسو لور تاسيس کړی دی، پر ډېرو پرمختيايي پروژو باندې کار کوي. د دغه سازمان اصلي تمرکز پر څه شي باندې دی؟
ضياالدين يوسفزی: موږ په ټوله نړۍ کې د نجونو د تعليم په برخه کې کار کوو، څو د هغوی له پاره آزادې، ډاډمني او برابري زده کړې تضمين شي. زموږ اصلي تمرکز پر هغو هېوادونو باندې دی چې مکتب ته د تلونکو نجونو شمېر پکې لږ وي، لکه افغانستان، برازيل، نايجريا او پاکستان. موږ همداراز له سوريايي کډوالو سره په اردن، لبنان او ترکيه کې کار کوو. موږ په پاکستان کې ښوونځي جوړ کړي او همداراز مو په لبنان کې د سوريايي مهاجرو له پاره هم دغه کار کړی دی.

دويچه ويله: تاسو اوسمهال د پاکستان حکومت ته په کومه سترګه ګورئ چې لومړی وزير، عمران خان، يې مشري کوي؟
ضياالدين يوسفزی: حکومت ډېري غټې ژمنې وکړې او ويل يې چې په هيواد کې به ډېر تغييرات راولي. که د لومړيو سلو ورځو کړه وړه يې و ارزوو، نو هر صادق انسان بايد ووايي چې حکومت ډېر پاته راغلی دی. اقتصاد دړې وړې دی، د ملي تګلارې په نوم پلان (چې د وسله والو ضد جوړ شوی) اشتباه ده، او حکومت د قبايلي سيمو د پرمختيا له پاره هيڅ هم نه دي کړي. خو اوس لا ناوخته نه دی. د دې پر ځای چې د يوه «اسلامي رياستي نظام» له پاره تبليغ وکړي، بايد برحاله حکومت هڅه وکړي چې په پارلماني ديموکراسۍ کې د خلکو اعتبار بېرته زيات کړي. هغوی بايد د غټو ملي موضوعګانو په برخه کې اپوزيسيون هم له ځان سره کړي، لکه د اقتصاد په بيا رغاونې او د تروريزم د له منځه وړلو په برخه کي. دا يوازنۍ د پرمختګ ښه لاره ده. قوي او پايښت لرونکې ديموکراسي د پاکستان يوازنۍ هيله ده. 

دويچه ويله: دا چې تاسو په شمال لويديځ کې پرتې قبايلي سيمې يادې کړې، نو هرومرو به پوهيږئ چې د پښتنو وګړو د خونديتوب او ژغورنې يو خوځښت، چې د پښتون ژغورني غورځنګ نوميږي، په دغو سيمو کې ډېر محبوبيت تر لاسه کړی دی. د دغه خوځښت مشران پر جګړې او په سيمه کې د پاکستان د پوځ له خوا پر شکمنو زورزياتيو نيوکه کوي. آيا تاسو د هغوی غوښتنې مشروع ګڼئ؟
ضياالدين يوسفزی: د پښتون ژغورني غورځنګ يو بومي او ځايي خوځښت دی چې مشري يې پښتانه ځوانان کوي. هغوی تعليم کړی دی، ډېر منظم دي او د خپلو غوښتنو په برخه کې څرګند موقف لري. موږ د سوات په سيمه کې له تاوتريخوالي ډکه يوه شخړه وليده او د طالبانو له خوا زورزياتی مو هم تجربه کړ. په دې پسې د تروريزم ضد جګړه راغله چې د طالبانو او نورو وسله والو پر ضد د مختلفو نظامي عملياتو په بڼه وليدل شوه.
له لسيزو راهيسې د پاکستان په شمال لويديځو سيمو کې مېشت خلک د جنګونو له لاسه کړېدلي دي. په زرونو خلک وژل شوي او يا شکنجه شوي دي. کورنۍ بې کوره شوې دي او ملکيتونه يې ويجاړ شوي دي. له دغې سيمې څخه ډېر زيات خلک تښتېدلي هم دي. د وسله والو پرضد د پاکستان جګړه تر يو حده بريالۍ وه، خو هر څه شکمن پاته دي، موږ وليدل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو کولای شوای چې له اول سره د سوات د وسله والو ډلو نفوذ راکم کړي. خو له بده مرغه دغو ډلو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوه چې په پايله کې يې ډېر قوت وموند.
دا د پښتون تحافظ غورځنګ د راټوکېدو اصلي زمينه ده. دغه خوځښت دغو ټولو زورزياتيو او ستونزو ته جواب دی، دا د پاکستان هغو پاليسيو ته هم غبرګون دی چې دغې شخړې ته يې لمن وهله. له پښتنو سره بايد د پاکستان د وګړو په حيث مساوي چلند وشي. دغه حق اساسي قانون ورکړی دی. د هغوی غوښتنې مشروع او قانوني دي. يوازنی هغه علت چې ځينې خلک دغه غورځنګ ته په انتقادي ډول ګوري، دا دی چې هغه د پاکستان پوځ ته چلنج ورکوي.
پوځ بايد د پښتنو ستونزې درک کړي. د «غدارانو» په صفت دوی ته خطاب ښايي د دوی په منځ کې د پردي توب حس ډېر کړي. په لسيزو اوږده تاوتريخوالي، د سيمې طالباني کېدل او پوځي عملياتو د امنيتي ځواکونو او د خيبر پښتونخوا د ايالت او قبايلي سيمو د خلکو تر منځ د اعتبار يوه تشه رامنځ ته کړې ده. موږ رښتينو د اعتماد جوړونې تدابيرو ته اړتيا لرو. پوځ بايد د پښتون ژغورنې د خوځښت له مشرانو سره خبرې وکړي، هغوی ته غوږ ونيسي او د هغوی قانوني غوښتنو ته ارزښت ورکړي. د پښتون ژغورنې خوځښت بايد هم مذاکراتو او پخلاينې ته پرانيستی او چمتو وي. دغه زما په نظر يوازنۍ د حل لاره ده.

ملاله يوسفزۍ په ۲۰۱۰ کال کې د طالبانو له خوا په نخښه شوه، ځکه چې د نجونو حقونه يې غوښتي ول.


دويچه ويله: خو ملکي حکومت او د پوځ مشرتابه وايي چې هغوی منع شوي وسله والې ډلې تعقيبوي او ځپي. آيا دا بايد د سولې فعالينو ته قناعت ورنه کړي؟
ضياالدين يوسفزی: لومړي وزير عمران خان په دې وروستيو کې وويل چې په هيواد کې د وسله والو اورپکو له پاره ځای نه شته. موږ بايد ووينو چې آيا دغه خبره يې جدي ده او د دولت په پاليسۍ کې تغيير راولي که نه. د حکومت له پاره آسانه ده چې دغه ډلې منع کړي. دا به دنيا ته د دې پيغام هم وي چې پاکستان غواړي يو ديموکرات هيواد واوسي، چې د قانون حاکميت ته درناوی لري او په عدالت باندې باور لري. پاکستان يوه سياسي بدلون او همداراز د امنيتي پاليسيو په برخه کې بدلون ته اړتيا لري. 

دويچه ويله: په پاکستان کې د تېرو کلونو په ترڅ کې د بشري حقونو عمومي وضعيت خراب شوی دی. د هېواد مدني ټولنه شکايت کوي چې د بيان آزادي په زياتېدونکې توګه محدوديږي. تاسو دغه حالت ته څنګه ګورئ؟
ضياالدين يوسفزی: ديموکراسي د بيان له آزادۍ سره مترادفه ده. د هيواد اتباع حق لري چې په آزاده توګه د حکومت د پاليسيو پر وړاندې چې د دوی پر ژوند باندې تاثير لري، خپل نظر بيان کړي. که چارواکي د دې مخه نيسي چې خلک انتقادي برخورد وکړي، که دوی د بيان آزادۍ ته په درنه سترګه ونه ګوري، او که هڅه وکړي، چې رسنۍ کنترول کړي، نو دغسې تدابير بيا د فاشيزم معادل ګڼل کيږي. په پاکستان کې وضعيت ډېر خراب دی. عامې رسنۍ او ټولنيزې رسنۍ د حکومت له خوا سرکوبه کيږي، تلويزيوني چېنلونه اړ ايستل کيږي چې آزاد فکره خبريالان وباسي او د ورځپاڼو راپورونه د ليکوالانو له خوا سانسوريږي. زه فکر کوم چې پاکستان دغسې يو حالت هيڅکله هم تجربه کړی نه وو.

دويچه ويله: تاسو په افغانستان کې د سولې پروسې او پکې د پاکستان رول ته په کومه سترګه کورئ؟
ضياالدين يوسفزی: زه فکر کوم چې که ټولې ښکېلې غاړې، د طالبانو او افغان حکومت په گډون، ورسره يو ځای شي، او که پاکستان، ايران او نور سيمه ايز قدرتونه هم سره يو ځای شي څو دغه پروسه آسانه کړي، نو د افغان سولې له پاره ښه فرصت برابر دی. خو دغه بهير رښتينتوب او صداقت او لا مهم د سولې يوې رښتينې هيلې ته اړتيا لري چې بنيادي بشري حقونه پکې د ټولو افغان نارينه وو او ښځو له پاره تضمين شوي وي. د نجونو د تعليم او ښځو د آزادۍ په برخه کې بايد هيڅ ډول جوړ جاړی ونه شي. که اسلام آباد په اصلي او اساسي توګه د افغان سولي د بهير ملاتړ وکړي، نو دا به د پاکستان له پاره يو ښه فرصت هم وي څو په نړۍ کې خپل نوم او تصور ته هم مثبت بدلون ورکړي. 
ضياالدين يوسفزی يو پاکستانی ښوونکی او د بشري حقونو فعال دی. هغه د پاکستان په سوات سيمه کې د طالبانو د پرمختګونو پر ضد احتجاج کړی وو او د نجونو د زده کړې له پاره يې کمپاين کاوه. هغه اوسمهال له خپلې کورنۍ سره په بريتانيا کې ژوند کوي.

دغه مرکه عاطف توقير کړې وه.       

موږ تعقيب کړئ