1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانودامريکايانو پر پوځي هډه بگرام باندي بريدکړی دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

لکه څنګه چي دناټو په يوه رپوټ کي راغلي دي ، دتندلارو طالبانو ددغه عملياتو په بهير کي اوه تنه بريد کونکي وژل شوي، خو پنځه تنه بهرني عسکر هم په دغه پيښه کي ټپيان شوي دي

https://p.dw.com/p/NRZJ
انځور: picture-alliance / dpa

ددغه عملياتو په هکله دطالبانو يوه وياند ويلي دي ، چي دبګرام په پوځي هډي باندي دنن ورځي په بريد کي په مجموعي ډول 20 کسه پاڅونکونکو ګډون کړی ؤ، چي دوی ټول دچاوديدونکو توکو سره سمبال واسکټونه اغوستي وه . دغه خبر درويټر دخبر رسولو دآژانس له خوا خپور شوی دی . خو د dpa دآژانس په يوه خبر کي چي هغه هم نن سهار خپور شوی دی ، ويل کيږي ، چي دکابل دښار دشمالي خوا په 75 کيلو متري کي دبګرام پر هوايي هډه باندي دتوغنديو او دافع ټانک دګوليو ګوزارونه شويدي .

يوامريکايي پوځي وياند وايي چي دتند لار و ددغه بريد په مقابل کي عسکرو سمدستي غبرګون ښودلی، 7 تنه مقاومت کونکي وژل شوي اوعمليات دڅو ګړيو دپاره دوام درلود .

د بگرام په محبس کښي افغاني بنديان
د بگرام په محبس کښي افغاني بنديانانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

پرون هم دکابل دښار په لويديځه خواکي دځانمرګي ديوه ګوزار په پيښه کي چي هدف دناتو يو پوځي کاروان ، 18 کسه وژل شوي چي 6 تنه يي امريکايي او کانادايي عسکر وه .

په کابل کي دتند لارو طالبانو دپرون او دنن ورځي دعملياتو په اړوند آلماني نامتوورځپاڼي Frankfurter Allgemeine Zeitung پخپله يوه تبصره کي ليکي چي :

« دغه پيښي په ډير بيرحمانه توګه ددې حقيقت ښکارندوی بلل کيدای شي چي په افغانستان کي دسولي او ثبات دپاره کومه نوې ستراتيږي چي دامريکې دمتحده ايالتونو دولسمشر بارک اوباما له خوايې پريکړه شوې ، او دې موخي ته درسيدلو دپاره 30000 نور عسکر افغانستان ته استول شوي ،او همدا اوس له 100000 څخه زيات بهرني عسکر دهندوکش په لمنه کي پروت هيواد افغانستان کي ماموريت تر سره کوي ، بياهم داسي ښکاري چي ددغه نوي ستراتيژي برياليتوب به حتمي نه وي .

دناټو ددفاعي تړون په تاريخ کي دومره زيات عسکر دناټو دپولو څخه دباندي نه وه استول شوي ،او داچي ناټو اوس غواړي ديوه نوي ستراتيژي طرحي سره د 21 پيړۍ ننګونو ته ځواب ووايي ، بله خبره ده ،خو داچي دناټو غړي هيوادونه به په افغانستان کي خپل ماموريت چي بيخي تر بلو شرايطو لاندي يې تر غاړه شوي ،څنګه په برياليتوب سره تر سره کولای شي ، په روان وخت کي دناټو دپاره يوه ستره دنده بلل کيږي .

AP/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري