1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ايران ته د نیمروز لار د ناقانونه مسافرو پر مخ وتړله

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

په نیمروز د طالبانو امنیه قوماندان له خپلو سرتیرو غوښتي چې هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې له هېواده په ناقانونه توګه ووځي. له نیمروزه هره ورځ په سلونو کسان په ناقانونه توګه ایران ته اوړي. خو د طالبانو د دې کار دلیل څه دی؟

https://p.dw.com/p/4BQ0I
Grenzregion zwischen Iran und Afghanistan bei Sarandsch
آرشيف انځور ـ د افغانستان او ايران سرحدي زرنج سيمهانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د نیمروز امنیه قوماندان سردار محمد ایوبي په یوه غږیز پیغام کي د خپلې قوماندۍ له سرتېرو غوښتي، چې هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې له هېواده په ناقانونه توګه ووځي، خو لامل یې روښانه کړی نه دی.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند بهرام حقمل دویچه وله ته وویل، دوی د رئیس الوزرا په امر له افغانستان څخه د ناقانونه کسانو د وتلو د مخنیوي لپاره اقدامات کړي دي.

هغه وویل: »دا رسمي امر دی، د رئیس الوزرا له خوا هدایت شوې او د کورنیو چارو وزارت د مکتوب پر بنسټ موږ ته ویل شوي چې هغه خلک چې په ناقانونه توګه هیواد پریږدي باید ودرول شي او څوک چې دا کار کوي باید ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.«

که څه هم چې په پخواني حکومت کې هم د انسانانو قاچاق دوام درلود، خو د هېوادونو له خوا د طالبانو د حکومت نه په رسمیت نه پېژندلو او په افغانستان کې د هغوی د سفارتونو تړلو له امله د افغانانو غیر قانوني وتل له هیواد لا زیات شوي دي.

«کوم مشخص دليل يې نه دی ښودلی»

 نیمروز د افغانستان په لویدیځ کې پروت هغه ولایت دی چې له ایران او پاکستان سره ګډه پوله لري. دا ولایت بهرنیو هېوادونو ته د انسان د قاچاق یو له مهمو لارو څخه دی او هره ورځ ېې له لارو زرګونه کسان په غیر قانوني توګه ایران، پاکستان او حتې یو شمیر یې اروپايي هېوادونو ته ځي.

د نيمروز د اوسېدونکو په وينا، له دغه ولايت څخه هره ورځ له سلو څخه زيات موټر چې هره يوه يې له ١٢ څخه تر ١٥ انسانان لیږدوې د ایران او پاکستان ترمینځ پر پولو په ناقانونه توګه مسافر لیږي.

د نيمروز يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وویل که څه هم طالبانو د خلکو پر مخ د پولې د تړلو لپاره کوم مشخص دليل نه دى ښوولی دا به سخته وي چې لاري وتړل شي.

هغه وويل: «له پرون (د ۲۰۲۲ کال د می ۱۶نېټه) راهيسې پوله تړل شوې، خلکو ته ويل شوي چې له مرکز څخه پلاوي راغلي او قاچاق ډېر شوى او ايرانيان پر خلکو ظلم کوي نو ځکه افغانان باید پر غیرې قانوني لارو د هیواد پریښودلو ته مخه نکړي»

له بلې خوا ایراني رسنیو تېره اونۍ راپور ورکړ چې د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو د ایران په تایباد ښار کي له طالبانو سره لیدلي او په ګډه یې د جمعې لمونځ ادا کړی وو. که څه هم د یادې غونډې جزیات نه دي خپاره شوي، خو کارپوهان په دې باور دي چې ښايي د غونډې موضوع سرحدي کړکېچ او د انساني قاچاق مسله وي.

«په افغانستان کي محدود کاري چاپيريال»
 

د سیاسي چارو کارپوه سید اشرف سادات په دې باور دی چې په افغانستان کې د محدود کاري چاپېریال له امله د طالبانو له خوا د قاچاق مخه نیول ناشوني بریښي.

هغه وویل: «د انساني قاچاق مخه نیول په افغانستان کې چې د ځوانانو د بېکارۍ څپې ورځ تر بلې پراخیږي، ستونزمن کار دی حتې ایران نه دی توانیدلی چې د قاچاق مخه ونیسي ځکه د پولې دواړو غاړو ته د قاچاق وړونکو قوي شبکې شتون لري او ډیره ګټه ورته رسیږې.«

باید وویل شې چې تر نیمروز وروسته د هرات او فراه پولې د انساني قاچاق اصلي لارې بلل کېږي او پر دې لارو د انساني قاچاق تر څنګ نشه يي توکي، بهرني اسعار، قیمتي ډبرې، څاروي او ځینې نور توکي هم د ایران په ګډون یوشمیر بهرنیو هېوادونو ته قاچاقیږې.
 

عتیق الله مطمئن

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (26.08.2021):