1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو بيا له مرستندویه سازمونو د کار پیلیدوغوښتنه کړې

۱۳۹۶ فروردین ۱۷, پنجشنبه

طالبانو یو ځل بیا پر نړیوالو مرستندویه سازمانونو غږ کړی دی چې د دوی تر کنترول لاندي سیمو کې خپلې چاري پیل کړې او اړو کسانو ته مرستې ورسوي.

https://p.dw.com/p/2anwq
Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

طالبانو د چهارشنبې په ورځ په خپله انترنتي پاڼه کې یوه مطلب خپور کړی چې پکښې د مرستندویه سازمانونو کارکوونکو ته په اشارې سره ویل شوي چې «موږ د هغوی د امنیت تضمین کوو».

د امریکا متحدو ایالاتو د پوځیانو په حواله په اوسني وخت کې د افغانستان ۴۰ سلنه خاوره یا په بشپړه توګه د طالبانو تر کنترول لاندي ده او یا دا چې د دې ډلې او افغان حکومت تر منځ لاس پر لاس کیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوې ورځي مخکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي ول چې طالب جنګیالي به هڅه وکړي چې د هغو ولایتونو بشپړ کنترول ترلاسه کړي چې اوس یې ډیري برخي د دوی په کنترول کي دي.

دا دریم ځل دي چې طالبان له مرستندویه سازمانونو څخه په هغو سيمو کي چي د دوی [طالبانو] په کنترول کې دي، د فعالیتونو د بیا پیلولو غوښتنه کوي. له دې کاره ښايي د طالبانو هدف دا وي چې په خپلو سیمو کې میشتو خلکو ته وښيي چې دوی یې د مسئولیت احساس کوي.

په مارچ میاشت کې هم طالبانو له نړیوالو او اسلامي سازمانونو څخه وغوښتل چې د دوی په سیمو کې په سړه هوا کې زیانمنو کسانو ته مرستي ورسوي.

د تیرکال په نوامبر میاشت کې هم طالبانو ویلي ول چې د مرستندویه سازمانونو د کارکوونو امنیت به تضمین او ساتنه به يې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم پر ځينو غیر دولتي سازمانونو باندي بریدونه کیږي. طالبان آن د ځينو سازمانونو کارکوونکي د دولت او بهرنيانو لاسپوڅي بولي.