1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«۱۲۰ زره افغان ماشومان د پوليو له واکسينه پاتې دي»

۱۳۹۶ تیر ۲۴, شنبه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په سويلي ولايت کندهار کې د ګوزن ناروغۍ د يوې تازه پيښې د تشخيص خبر ورکړی. د رپوټونو په حواله په سويل کې طالبانو تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د پوليو واکسين ترسره کول ممنوع ګرځولي دي.

https://p.dw.com/p/2galJ
Bildergalerie Arbeiter in Afghanistan
انځور: Getty Images

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په سويلي ولايت کندهار کې د ګوزن ناروغۍ د يوې تازه پيښې د تشخیص خبر ورکوي. په کابل کې د عامې روغتيا وزارت د ګوزڼ ناروغي پر وړاندې د مبارزې له ملي ادارې څخه داکتر هدایت الله ستانکزی وايي چې دا پيښه د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې چيرته چې طالبان د ګوزن واکسين کول منع کړي دي، تشخیص شوې ده.

د ستانکزي په وينا په دغې ولسوالۍ کې يوه اتلس میاشتنې نجلۍ د ګوزن په ناروغۍ اخته شوې ده. ستانکزي د آلمان خبري آژانس ته وویل چې چې دا په کندهار کې د روان کال په ترڅ کې د ګوزن ناروغۍ دويمه پيښه ده چې تشخیصيږي.

 هغه زياتوي چې په ګوزن ناروغۍ اخته شوې نجلې د هغه سيمې اوسيدونکې ده چې طالبان په کې واک لري.

د ستانکزي په وينا شاه ولي کوټ د کندهار يوه له هغو ولسواليو څخه ده چې طالبانو په کې د پوليو يا ګوزن د واکسين کمپاينونه بند کړي دي. هغه زياته کړه: « طالبانو د شاه وليکوټ ترڅنګ په ميانشين، خاکريز او سپين بولدک ولسواليو کې هم د پوليو واکسين کول بند کړي دي».

د ګوزن ناروغۍ پر وړاندې د ملي مبارزي ادارې مشر نجيب الله صافی وايي چې طالبانو غوښتي چې د واکسيناتورانو په ډلو کې دې د دولتي کارکونکو پر ځای د دوي خپل افراد وګمارل شي.

 د رپوټ پر حواله، طالبان تر يو بريده د واکسيناتورانو پر ډلو شک کوي چې هغو کې به د افغان حکومت او نړيوال جاسوسان ځای ولري.

د ستانکزي په خبره سږکال د هيواد په کچه ۱۲۰ زره ماشومان د ګوزن له واکسينه بې برخې شوي دي چې اکثره دغه ماشومان د سويلي او لويديځو ولايتونو څخه دي.

د نوموړي په وينا دا هغه سيمې دي چې ماشومان يې بايد لږ ترلږه په کال اته ځلې واکسين کړل شي.

 د عامې روغتيا وزارت په وينا د ۲۰۱۷ کال له پيله تر اوسه په افغانستان کې ټول ټال د ګوزن ناروغۍ ۵ نوې پيښې تشخيص شوي دي. دغه وزارت وايي چې يادې پيښې دوه يې په کندهار، دوه هلمند او يوه يې په شمالي ولایت کندز کې تشخيص شوي دي.

د عامي روغتيا وزارت زياتوي چې دا پيښې ټولې په هغو سيمو کې رامنځ ته شوي چې طالبان په کې په جګړه بوخت دي او يا د مخه د دغې ډلې لخوا نيول شوي دي.

د رپوټ په حواله، د ګوزن پر ناروغۍ د اخته کيدو خطر د پنځو کلونو څخه د ښکته عمر لرونکو ماشومانو کې پيښيږي چې د واکسين په ترسره کولو سره يې مخنيوي کیدای شي.

افغانستان د نړۍ هغه هيواد دی چې لا تر اوسه د ګوزن ناروغۍ ويروس په کې په بشپړه توګه له منځه ندی تللی. د رپوټونو پر اساس پاکستان هم په همدې ډله کې راځي او دغه هيواد کې هم د واکسين پر وړاندې د وسلوالو ډلو مخالفتونه شتون لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.10.2015):