1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ته په ماته ورکولو کي د پاکستان رول مهم دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

د امریکا د متحده ایالاتو یوې وتلي سناتوري د یکشنبې په ورځ ویلي دي چي په افغانستان کي طالبان له نظامي لاري د ماتي سره مخامخ کیدای شي خو دا کار لا سر ته نه دئ رسېدلی.

https://p.dw.com/p/14upM
انځور: AP

سناتوره ډینا فاینسټاین چي په سنا کي د استخباراتي جرگه گۍ مشره هم ده، دې خبرې ته هم اشاره کړې ده چي وسله وال یاغیان لا هم د هیواد د یو شمیر مهمو سیمو کنترول په لاس کي لري او په پاکستان کي «خوندي پټنځایونه» لري.

دغې سناتوري د یکشنبې په ورځ د Fox News Sunday سره په خپلو خبرو کي وویل چي په دواړو هیوادونو کي طالبانو ته په ماته ورکولو کي پاکستان مهم رول لري.

نوموړي پر دې خبره هم ناهیلي څرگنده کړه چي پاکستان په دې نه دئ توانیدلی چي د افغانستان پولي ته څیرمه د پاکستان په غرنیو سیمو کي د دغه ډلو خوندي پټنځایونه له منځه یوسي.

فاینسټاین په خپلو خبرو کي وویل: «زه فکرکوم طالبان له نظامي لاري موږ ته ماته نه شي راکولای، خو طالبان په پاکستان کي خوندي پټنځایونه لري او پاکستانیانو د دغه خوندي پټنځایونو د له منځه وړلو له پاره هیڅ څه نه دي کړي.»

هغې په خپلو خبرو کي زیاته کړه: «په داسي یوه وخت کي چې موږ په یوه ولایت کي وو، هغوی په ۱۷ولسوالیو کي ۱۴ ښوونځي وتړل او د معارف پنځه تنه چارواکي ئې ووژل او یو څو تنه ئې ټپیان کړل.»

تیره ورځ نامعلومه وسله والو کسانو د سولي د عالي شورا مرستيال او سناتور ارسلا رحماني هغه وخت وواژه چي د خپل کور څخه پارلمان ته روان وو. طالبانو په دې پيښه لاس لرل رد کړي دي.

فاینسټاین په خپلو خبرو کي وویل چي هغوی (طالبان) غواړي په دې کارونو سره موږه ته دا وښیي چې دوی په دې تمه دي چې کله امریکایي پوځیان له افغانستان څخه ووزي، نو دوی به بیرته گويا قدرت ته ورسیږي.

خو فاینسټاین وايي چي په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال الین له خوا دا ډاډ ورکړل شوی دئ چي د روزل شوو افغان سرتیرو شمیر به شاوخوا ۳۶۲ زرو تنو ته ورسیږي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل