1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو خپلو مخالفینو ته د عمومي بخښنې اعلان وکړ

۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه

په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د راوستو د توافق تر لاسلیک وروسته طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه توافق یوه بریا ګنلې ده او خپلو مخالفینو ته یې د عمومي بخښنې اعلان کړی.

https://p.dw.com/p/3Yer6
Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه نیټه) وروسته له هغې چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې د راوستلو توافق لاسلیک او نهايي شو، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه توافق یوه ستره بریا بللې ده.

د طالبانو په دغه اعلامیه کې د طالبانو مشر، مولوي هبة الله اخند زاده پر خپلو جنګیالیو او ټولو افغانانو غږ کړی چې شوي توافقات باید نقض نه شي. په اعلامیه کې راغلي: « د امریکایي جهت سره بریالیو مذاکراتو ثابته کړه چې هر وړ پیچلو موضوعاتو ته د حل لاره موندل کیدای شي.»

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

د طالبانو له لوري د عمومي بخښنې اعلان

په داسې حال کې چې ګڼ شمیر افغانان بیا هم د توافق د عملي کیدو او د سولې د راتګ په برخه کې په اندیښنه او ویره کې دي، طالبانو په دې اعلامیه کې همدا راز د خپلو ټولو مخالفینو ته د بخښنې اعلان کړی دی. اعلامیه زیاتوي: «د اسلامي امارت په مخالفت کې چې چا برخه اخیستې وي او په عموم کې هرهغه څوک چی د اسلامي امارت څخه تشویش لري، زموږ له طرفه په تیرو ټولو اعمالو ورته عفوه او بخشش دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ لاسلیک شوی توافق لا په شرایطو پورې تړلی دی. کله چې په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د تړون د لاسلیکیدو مراسم روان وو، نو په کابل کې هم ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتو د دفاع له وزیر مارک ایسپر او د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره په یوه ګډ کنفرانس کې راڅرګند شو.

ایسپر وویل چې که طالبان خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې نه شي، نو دا چانس به له لاسه ورکړي چې له افغانانو سره خبرو ته کښینې او د هیواد د راتلونکي په اړه خبرې وکړي. هغه زیاته کړه: «او امریکا متحده ایالات به هم په دې کې زړه نا زړه نه شي چې [د طالبانو او امریکا] تړون باطله کړي.»

Afghanistan Kabul | Jens Stoltenberg, NATO & Aschraf Ghani, Präsident & Mark Esper, USA
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې، امریکا متحده ایالات اړ دي چې له افغانستانه خپل سرتیري وباسي او په بدل کې یې طالبان بیا اړ دي چې د تاوتریخوالي د کمښت سربیره له افغان حکومت سره هم مستقیمې خبرې پیل کړي.