1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«طالبانو دوه بهرنیان آزاد کړل»

۱۳۹۸ آبان ۲۸, سه‌شنبه

د رپوټونو له مخې طالبانو د افغان امریکایي پوهنتون دوه بهرني استادان چې له هغوی سره په برمته کې وو د افغانستان په سویل کې د سه شنبې په ورځ آزاد کړي دي. خبري آژانسونو دغه خبر د ځايي پولیسو او طالبانو سرچینو له قوله ورکړی.

https://p.dw.com/p/3TIHL
Afghanistan Enführter Kevin King
انځور: picture-alliance/AP Photo

طالبانو ویلي دي چې کوین کینګ او تیموتي ویکس یې د سه شنبې په ورځ د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې آزاد کړي دي. د دغه ولسوالۍ ډیرې سیمې د طالبانو تر کنترول لاندې دي. دغه بهرني اتباع طالبانو په ۲۰۱۶م کال کې تښتولي وو.

د پولیسو یوې ځایي سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «نن سهار شا او خوا لس بجې د امریکايي پوهنتون دوه پروفیسران د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې آزاد شول. له زابل څخه هغوی د امریکایي هیلکوپترو په واسطه انتقال شول.»

Afghanistan Enführter Lehrer Timothy Weekes
تیموتي ویکس په ۲۰۱۶م کال کې د طالبانو له لوري تښتول شوی ووانځور: picture-alliance/AP Photo

تیره اوونۍ افغان ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې تصمیم یې نیولی دی چې د انس حقاني په شمول د طالبانو درې غړي د امریکایي پوهنتون د استادانو په بدل کې آزاد کړي.

دا خبره لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه بندیان د افغانستان حکومت ته تسلیم شوي، که امریکایي ځواکونو ته او یا هم منځګړو کسانو ته. تر دې لږ څه مخکې د طالبانو سرچینو خبر ورکړی وو چې د انس حقاني په شمول درې کسان قطر ته د بندیانو د تبادلې په موخه انتقال شوي دي.
(sr/qs (afp, Reuters