1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د افغانستان په غرب کې لس پولیس سرتیري وژلي

۱۳۹۶ تیر ۴, یکشنبه

د افغانستان په غرب کې چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې دطالبانو په برید کې د هرات په ولایت کې د پولیسو لس سرتیري وژل شوي.

https://p.dw.com/p/2fLBD
Afghanistan Salma Hydroelectric Staudamm in Herat
انځور: Getty Images/AFP/A. Karim

د هرات د ولایت مقام ویاند، فرهان جیلاني د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې د سلما بند ته څیرمه د شنبې ورځې په پای کې له پولیسو سره په دې جګړه کې څلور وسلوال طالبانو هم وژل شوي.

وسلوالو طالبانو تر دې پخوا هم د هرات ولات شرق لوري ته په ۱۶۵ کیلومتر کې پروت د سلما بند په نښه کړی وو. د دغه بند امنیت د عامه ساتنې د پولیسو لخوا په کلکه نیول کیږي.

د سلما بند تیر کال د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي او د ولسمشر غني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې مالي بسپنه یې په بشپړه توګه د هندوستان له لوري ورکول کیده. پر دغه بند کابو ۲۷۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.

د یادولو ده چې اوسمهال دغه بند کابو ۴۲ میګاواټه بریښنا هم تولیدوي چې تر ډیره د هرات او څه نا څه د هلمند ولایت ته ورکول کیږي.