1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدخشان د يوې ولسوالۍ نيول او په کندهار کي ځانمرگی بريد

۱۳۹۴ آبان ۲۸, پنجشنبه

د بدخشان ولايت چارواکي وايي چي د دغه ولايت يمگان ولسوالي وسله والو طالبانو نيولې ده. د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ پر امنيې قومانداۍ بيا په ځانمرگي او وسله وال يرغل کي پنځه طالبان او يو افغان عسکر وژل سوی.

https://p.dw.com/p/1H8vN
Afghanistan Gefechte zwischen Armee und Taliban
انځور: Reuters/O. Sobhani

د بدخشان ولايت وياند نويد فروتن، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۱۹مه) ويلي دي چي وسله والو طالبانو د دغه ولايت پر يمگان ولسوالۍ يرغل کړی او نيولې ئې ده.

هغه ويلي دي چي افغان امنيتي ځواکونه اوس هم له طالبانو سره تر ولسوالۍ دباندي مقاومت کوي او د هوايي ځواک د ملاتړ په تمه دي. فروتن پر ديادي ولسوالۍ په يرغل کي د مرگ ژوبلي په اړه څه ويلي نه دي.

په تيرو شپږو مياشتو کي دا دوهم وار دئ چي وسله وال طالبان د بدخشان ولايت يمگان ولسوالي نيسي.

په کندهار کي ځانمرگی بريد

د کندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضياالرحمن دراني، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د پنجشنبې ورځي په سهار د ارغنداب ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ باندي ځانمرگۍ بريد او وسله وال يرغل سوی دئ.

په دغه يرغل کي چي ۳۰ دقيقې ئې دوام کړی دئ، لومړی پر قوماندانۍ باندي د يوه موټربم په مرسته ځانمرگی بريد سوی او وروسته څلور تنو وسله والو چي د ملي اردو يونيفورم ئې اغوستی وو په قوماندانۍ د ننوتلو هڅه کړې ده.

د دراني په خبره په دغه نیم ساعت جگړه کي څلور وسله وال طالبان او يو عسکر وژل سوی دئ. د ارغنداب ولسوالۍ امنيې قوماندان نياز محمد مجاهد هم تائيد کړې ده چي په دغه بريد کي يو عسکر وژل سوی او څلور نور ټپيان سوي دي.