1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د سياسي دفتر، د پرانيستلو خبره منلې ده

۱۳۹۰ دی ۱۳, سه‌شنبه

طالبانو د سه شنبې په ورځ د( جنورۍ د مياشتي ۳) ويلي دي چي هغوی په قطر کي د يوه سياسي دفتر د پرانيستلو پر موضوع باندي يوې لومړنۍ موافقې ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/13dMs
«طالبانو د ګوانتانامو له زندان څخه د يو شمېر بنديانو د آزادولو غوښتنه کړې ده.»
«طالبانو د ګوانتانامو له زندان څخه د يو شمېر بنديانو د آزادولو غوښتنه کړې ده.»انځور: picture-alliance/dpa

په قطر او يا کوم بل هيواد کي د طالبانو د دفتر پرانيستل د افغانستان د سولي په پروسه کي يو ډير مهم ګام بلل کيږي. د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد، رسنيو ته په يوه بريښنا ليک کي ويلي دي، چي اوس طالبان د افغان حکومت او نړيوالي ټولني سره يوې موافقي ته رسېدلي دي:

«موږ اوس چمتو يو، چي په يوه بهرني هيواد کي دفتر ولرو، چي د نړيوالي ټولني سره تفاهم ته ورسيږو.»

رويترز خبري آژانس د طالبانو د وياند په حواله لیکي دي، چي هغوی د قطر له دولت سره هم خبري کړي دي.

د افغانستان د سولي عالي شورا د طالبانو ددې پريکړي هرکلی کړی دئ. ددغي شورا يوه غړي ارسلا رحماني رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، چي طالبانو ته دا ډيره مهمه ده چي له بهرنيانو، په ځانگړې توگه د امريکا له متحده ايالاتو سره خبري وکړي.

«دا چي طالبان د سياسي خبرو له پاره په قطر کي دفتر پرانيزي موږ ئې هرکلی کوو.»

امريکايي چارواکو تيره مياشت ويلي ول، چي له طالبانو سره تر لسو مياشتو خبرو اترو وروسته يوې داسي مرحلې ته رسېدلي دي، چي کيدای شي په دې برخه کي پرمختګ وشي.

د خبرو اترو په بهير کي د اعتماد راوستلو له پاره د امريکا متحده ايالاتونو پريکړه کړې ده، چي د طالبانو يو شمېر بنديان له ګوانتانامو زندان څخه افغان حکومت ته وسپاري.

د طالبانو وياند رسنيو ته پخپل ليږلي ليک کي ليکلي دي، چي طالبانو د ګوانتانامو له زندان څخه د يو شمېر بنديانو د آزادولو غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت هم له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره د يوه مشخص ادرس لرل ضروري بللی دئ. طالبانو ته د دفتر د پرانستلو مفکوره تر هغه وروسته را پيدا سوه، چي يو شمېر کسانو چي ځانونه ئې د طالبانو استازي بلل په اصل کي طالبان نه ول.

دغه راز يوه بل کس هم چي ځان ئې د طالبانو استازی بللی وو او له افغان حکومت سره د خبرو اترو په هدف کابل ته ورغلی وو، ځانمرگي بريد تر سره کړ او د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر، برهان الدين رباني ئې وواژه. تردې پيښي وروسته افغان حکومت وويل چي له طالبانو سره به هغه وخت خبري وکړي چي يو مشخص ادرس ولري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل