1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د فراه زندان مات کړی

۱۳۸۹ تیر ۲۷, یکشنبه

د فراه ولايت مرستيال والي محمديونس رسولي ومنله چي د يکشنبې په ماښام وسله والو طالبانو لومړی پلاپر څلور امنتي پوستو بريدوکړی چي اصلي موخه يې د هغه په وينا زندان و.

https://p.dw.com/p/OOIf
د فراه مرستيال والي يوازي د يو تن پوليس د ټپي کېدو خبره وکړه او ويې ويل چي هغه پوليس د بيا وروسته د ټپونو له امله مړ سو.
د فراه مرستيال والي يوازي د يو تن پوليس د ټپي کېدو خبره وکړه او ويې ويل چي هغه پوليس د بيا وروسته د ټپونو له امله مړ سو.انځور: picture-alliance / dpa

رسولي د تليفون پر ليکه خبريالانوته وويل چي طالبانو د زندان دروازه والوزوله،۲۳بنديان يي ازادکړه.

د هغه په خبره په بريد کي څلور تنه بنديان زخميان سوي او ۱۱تنه تښتېدلي بنديان دسيمه ايزه خلکوپه مرسته پوليسوبيرته نيولي دي.

يونس ونه ويل چي د بريد پر مهال په زندان کي څو تنه بنديان ول.

بله خوا طالب وياندقاري يوسف احمدي دپيښي مسووليت په غاړه اخستی او ويلي يې دي چي، د زندان څخه يي ټول ملګري زندانيان آزادکړه او ۱۵امنيتي مامورين يي وژلي دي.

د فراه مرستيال والي يوازي د يو تن پوليس د ټپي کېدو خبره وکړه او ويې ويل چي هغه پوليس د بيا وروسته د ټپونو له امله مړ سو.

د کندهار پر محبس تر بريد وروسته چي په سلهاو طالبان او جنايي بنديان آزاد سول دا دوهم لوی بريد دی چي په افغانستان کي پر زندانونو باندي تر سره کيږي.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی. زيارمل