1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: علماء دې زموږ د «جهاد» غندنه نه کوي

۱۳۹۵ آبان ۱۹, چهارشنبه

طالبانو د افغانستان د اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا د علماوو د يوه نړيوال کنفرانس د رابللو وړانديز رد کړی دی. عبدالله دغه وړانديز په سعودي عربستان کي د سفر پر وخت کړې وو.

https://p.dw.com/p/2SOH3
Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

وسله والو طالبانو ويلي دي چې د نړۍ عالمان دې سره راټول شي خو له دوی یعني له طالبانو څخه دې داسې تمه نه لري چې هغوی به په افغانستان کې د لويديځ د ملاتړه برخمن حکومت ته مشروعيت ورکړي او له دوی څخه به حمايت وکړي.

په افغانستان کې روان زورزياتي ته په کتو سره د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله تيره مياشت د سعودي عربستان د سفر پر وخت وړانديز کړی وو چې د علماوو يو نړيوال کنفرانس دې راوبلل شي. د دې غونډي نېټه تر اوسه ټاکل شوې نه وه، خو د عبدالله عبدالله په حواله دا کنفرانس بايد په سعودي عربستان کې جوړ شي.

د طالبانو له خوا «د اسلامي نړۍ درانه عالمان» تر سر لیک لاندې په خپره شوې بيانيه کې ويل شوي چې طالب جنګیاليو په افغانستان کې د لويديځو اشغالګرو پوځونو پر ضد د جهاد بيرغ پورته کړې دی او تمه لري چې  په کنفرانس کې ګډون کوونکي عالمان به دې «جهاد» ته د یرغل نوم ورنه کړي او د افغان حکومت ملاتړ به ونه کړي.

په دې اعلاميه کې دا هم ويل شوي دي چې د افغانستان دښمنان د ناکامۍ په حال کې دي او دوی اوس زموږ د وسله وال جهاد پر ضد د منفي تبليغاتو لرۍ پیل کړې ده.

طالبانو د لويديځوالو دا ګام د روحي فشار اچولو يوه آله وبلله او دا ګام يې د يوې توطيې په توګه ياد کړی. د طالبانو له خوا زياته شوې ده چې مخالفينو اوس په داسې اقداماتو لاس پورې کړې چې مناسب نه دي او په دې ترڅ کې پر درواغو او توطيو سربیره اوس جعلي فتواوو جوړوي.

طالبانو دا هم ویلي دي چې د افغانستان د سولې عالي شورا هم د ډاکتر عبدالله عبدالله د وړانديز ملاتړ کړی او دا هماغه اداره ده چې د دوی (طالبانو) جهادي اقدامات جايز نه بولي.

طالبانو په دې بيانيه کې په څرګندو ټکې کې ویلي دي چې د عالمانو په کنفرانس کې به د شریعي اصولو په ناسمې تشريح سره د دوی د اسلامي جهاد د ناسم ثابتولو هڅه وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب