1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د هلمند نوزاد ولسوالي نيولې ده

۱۳۹۴ مرداد ۲۷, سه‌شنبه

د هلمند ولايت چارواکو ویلي دي چې طالبانو د دغه ولايت د نوزاد ولسوالي نيولې ده. دا په داسې حال کې ده چې دغي ډلي تر دې دمخه په ځينو نورو ولایتونو کې هم ځیني ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندي راوستي دي.

https://p.dw.com/p/1GHIU
انځور: picture-alliance/dpa

طالبانو تر څو ورځو جګړو وروسته د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ ډیري برخي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي. د هلمند ولایت د ولایتي شورا یوه غړي د آلمان خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي: «یاغیان د ولسوال دفتر او د پولیسو قوماندانۍ ودانۍ ویجاړي کړي دي.»

د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک بيا رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، چي ولسوال يې يوه خوندي ځای ته رسولی دی، او د ولسوالۍ مقر يې ځکه پرې ايښی دی چې شاوخوا يې کورنه ول او د ملکي تلفاتو امکان ډېر وو.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته په يوه لېږل شوي پيغام کې ويلي دي، چې ولسوالي په بشپړه توگه دوی نيولې ده او د دوشنبې د ورځي په وروستيو کي ئې په زرونو امنيتي ځواکونه پر شا تمبولي دي.

د هلمند ولایت یوه ویاند د آلمان خبري آژنس ته ويلي دي: «اوس په ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده. تر اوسه پوري د جګړې له کبله ۷۷ یاغیان او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. په جګړه کې څلور تنه پولیس او په لسونو طالب یاغیان ټپیان شوي هم دي.»

د هلمند د ولایتي شورا یوې غړې راضيه بلوڅ، ویلي دي چې په نوزاد ولسوالۍ کې له څو اوونیو راهیسې سخته جګړه روانه وه. هغې زیاته کړې ده: «په دې ولسوالۍ کې له ډیر وخت راهیسي هیڅ ډول پرمختیایي پروژې نه دي پلې شوې له دې کبله سیمه ییز اوسیدونکي د یاغیانو ملاتړ کوي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب